نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اندونیزیا کې د سېلابونو له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي، د تلفاتو د لوړېدو اندېښنه شتون لري.
چارواکو د شنبې په ورځ وویل، په اندونیزیا کې ویجاړونکو سېلابونو او د ځمکې ښویېدنو لږ تر لږه ۱۰۰۳ کسان وژلي دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې د سوماترا په سخته ځپل شوې ټاپو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي.
اندونیزیا کې د سېلابونو له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي، د تلفاتو د لوړېدو اندېښنه شتون لري.
اندونیزیا کې د سېلابونو له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي، د تلفاتو د لوړېدو اندېښنه شتون لري. / AA

اندونیزیا کې د سېلابونو له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي، د تلفاتو د لوړېدو اندېښنه شتون لري.
سیلابي ورښتونو په وروستیو کلونو کې یو له تر ټولو خونړیو ناورینونو څخه رامنځته کړی، چې له یو میلیون څخه ډېر خلک یې بې ځایه کړي او د شمالي اندونیزیا په ټولو برخو کې یې د مرستې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

چارواکو د شنبې په ورځ وویل، په اندونیزیا کې ویجاړونکو سېلابونو او د ځمکې ښویېدنو لږ تر لږه ۱۰۰۳ کسان وژلي دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې د سوماترا په سخته ځپل شوې ټاپو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په وینا، دا ناورین چې په تېرو دوو اونیو کې رامنځته شوی، تر ۵۴۰۰ ډېر کسان یې ټپیان کړي او ۲۱۸ نور لادرکه دي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې لرې پرتو او له دې وړاندې پرې شویو سیمو ته د لاسرسي په ښه کېدو سره ښایي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

سیلابي ورښتونو د شمالي سوماترا، لوېدیځ سوماترا او آچې ولایتونو پراخې سیمې تر اوبو لاندې کړې او د ځمکې ښویېدنې لامل شوي، چې کورونه یې لاندې کړي او سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې یې وړي دي. تر ۱.۲ میلیونه ډېر اوسېدونکي اړ شوي چې لنډمهاله پناه ځایونو ته وتښتي، چې ډېری یې له ګڼې ګوڼې ډک دي او لومړنۍ اړتیاوې په کې کمې دي.

په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړي

دا سېلابونه په وروستیو کلونو کې په سوماترا کې له تر ټولو خونړیو ناورینونو څخه ګڼل کېږي، چې د ۲۰۰۴ کال د هند سمندر سونامي یادونه را تازه کوي، کومې چې د آچې ولایت ویجاړ کړی و او یوازې په اندونیزیا کې یې تر ۱۷۰،۰۰۰ ډېر کسان وژلي وو.

د ویجاړو شویو زیربناوو او پرله‌پسې ورښتونو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ شوي، چې د مرستو رسول یې هم ځنډولي دي. د بې ځایه شویو کورنیو ترمنځ ناهیلي زیاته شوې، چې ځینو یې د مرستو په ځنډ او د پاکو اوبو، درملو او خوړو له کمښت څخه شکایت کړی دی.

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو د شنبې په ورځ هڅه وکړه چې خلکو ته ډاډ ورکړي او ویې ویل چې وضعیت په تدریجي ډول د ښه کېدو په حال کې دی. هغه په شمالي سوماترا کې د لانګکات سیلاب ځپلې ولسوالۍ له لیدنې وروسته وویل چې څو هغه سیمې چې پخوا ګوښه شوې وې، اوس د لاسرسي وړ دي.

پرابوو وویل: "دلته او هلته د طبیعي او فزیکي شرایطو له امله یو څه ځنډ رامنځته شوی دی. خو ما د تخلیې ټول ځایونه وکتل: شرایط یې ښه دي، خدمات کافي دي، او د خوړو رسونه بسنه کوي."

د لګښتونو لوړېدل

حکومت اټکل کوي چې د کورونو، سړکونو او عامه زیربناوو د بیارغونې لګښت ښایي ۵۱.۸۲ ټریلیونه روپۍ (۳.۱ میلیارده ډالر) ته ورسېږي.

د ویجاړۍ پراخوالي سره سره، جاکارتا (د اندونیزیا حکومت) تر دې دمه د نړیوالو مرستو غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د دې بحران د مدیریت لپاره کورنۍ سرچینې په کار اچول کېږي.

اندونیزیا د خپل استوایي اقلیم، غرنۍ جغرافیې او په ځینو سیمو کې د ځنګلونو د وهلو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدنو پر وړاندې خورا زیانمنونکې ده.

د اقلیم پوهان خبرداری ورکوي چې سختې موسمي پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي او شدت مومي، چې په دې ټاپوګانو کې د لویو ناورینونو خطر زیاتوي.

لکه څنګه چې د لټون او ژغورنې ډلې پرمخ ځي، چارواکي وايي لومړیتوب د ورکو شویو کسانو موندل او د نورو ځاني زیانونو مخنیوی دی، په داسې حال کې چې ټولنې په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو لپاره چمتووالی نیسي.

 

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ