په امریکا کې د یوې شخصي جټ الوتکې د لویدو له امله ګڼ شمېر کسان ووژل شول
چارواکو وویل، په شمالي کارولینا کې د یوې سوداګریزې جټ الوتکې د لویدو په پېښه کې ټول اووه سپاره کسان وژل شوي، چې د راپورونو له مخې په دوی کې د موټر ځغلونې یو پخوانی چلوونکی هم شامل دی.
په امریکا کې د یوې شخصي جټ الوتکې د لویدو له امله ګڼ شمېر کسان ووژل شول
په وژل شویو کسانو کې د ناسکار موټر ځغلونې متقاعد چلوونکی ګریګ بیفل، د هغه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.
چارواکو وویل، په شمالي کارولینا کې د یوې سوداګریزې جټ الوتکې د لویدو په پېښه کې ټول اووه سپاره کسان وژل شوي، چې د راپورونو له مخې په دوی کې د موټر ځغلونې یو پخوانی چلوونکی هم شامل دی.
د سیمې د پولیسو مشر ډېرن کیمبل د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "په الوتکه کې ټول اووه کسان سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي."
د شمالي کارولینا ایالتي لویې لارې پولیسو ویلي، الوتکه له پرواز کولو لږ وروسته د ناستې لپاره بېرته راګرځېدلې وه چې سقوط شوه.
دغه جټ الوتکه د شارلټ ښار شمال ته له سټېټسویل هوايي ډګر څخه الوتې وه.
د جمهوري غوښتونکي استازي ریچارډ هډسن په وینا، چې په کانګرس کې د شمالي کارولینا استازی او د کورنۍ ملګری یې دی، د راپورونو له مخې په وژل شویو کسانو کې د ناسکار متقاعد چلوونکی ګریګ بیفل، د هغه مېرمن کریسټینا ګروسو بیفل او د دوی دوه ماشومان هم شامل دي.
هډسن پر خواله رسنیو په یوه پوسټ کې ویلي: "زه د ګریګ، کریسټینا او د هغوی د ماشومانو په مړینه ډېر خواشینی یم، او له ټولو هغو کسانو سره غمشریکي کوم چې له دوی سره یې مینه درلوده. هغوی داسې ملګري وو چې خپل ژوند یې د نورو مرستې ته وقف کړی و."
د ټرانسپورټ د خوندیتوب ملي ادارې ویلي چې د پېښې د څېړنې لپاره یوه ډله استوي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: "تمه ده چې ډله به نن شپه د پېښې ځای ته ورسېږي."
بیفل، چې راتلونکې اونۍ یې د زېږون ۵۶مه کلیزه وه، په شلو کلونو کې د کپ سیریز ۱۹ سیالۍ ګټلې وې.
د هغه وروستۍ سیالي په ۲۰۲۲ کال کې په تالاډیګا کې د "ګایکو ۵۰۰" وه. هغه په ۲۰۲۳ کال کې د ناسکار د ۷۵ غوره چلوونکو په ډله کې ونومول شو.
بیفل د یوې چورلکې خاوند هم و او د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې یې د هېلین توپان له امله په لوېدیځه شمالي کارولینا کې د بند پاتې خلکو د ژغورنې په عملیاتو کې له هغې څخه کار اخیستی و.