د افغانستان او پاکستان ترمنځه پر پوله د نښتو له امله دواړو خواوو یو بل ته د پام وړ ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده.
پاکستان د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو د ۱۹ پوستو د نیولو ادعا کړې ، افغانستان بیا په نښتو کې د ۵۸ تنو پاکستاني پوځیانو د وژلو او څه باندې ۳۰ تنو د ټپي کولو ادعا کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، چې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان پر پوځي اډو بریدونه کړي او دا بریدونه د پاکستان د هوايي عملیاتو په غچ کې ترسره شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې ځینې یادې اډې یې نیولي او پدې نښتو کې پاکستاني لوري ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د نښتو له امله ملکي وګړي له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
د اسلام اباد مېشتې ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې پوځ د افغانستان له لورې بریدونو ته "سمدستي او کلک" ځواب ورکړی او د افغان لوري ګڼ شمېر اډو او د وسله والو مرکزونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
چارواکو یادونه وکړه، چې پاکستاني پوځ د توپچي، ټانک، سپکو او درنو وسلو په وسیله ځوابي بریدونه کړي او په عملیاتو کې یې له بې پیلوټه الوتکو (ډرون) څخه هم کار اخیستی دی.
پاکستان ادعا کړې چې ۱۹ پوستې یې نیولې دي
د پاکستان دولتي ټلوېزیون PTV نیوز د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ د افغانستان ۱۹ پوستې نیولې دي.
ادعا شوې چې په نیول شویو پوستو کې مېشت کسان وژل شوي، د ځینو پوستو څخه افغان ځواکونه تښتېدلي او په ځینو نورو کې اور لګېدلی دی.
د پاکستاني ځایي سرچینو په وینا، د شپې له خوا په بېلابېلو سیمو کې د نښتو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د طورخم دروازه تړل شوې ده.
- افغانستان: "غچ اخیستونکي عملیات" درېدلي دي
افغان لوري هم تایید کړې چې د طورخم سرحدي دروازه یې د مسافرو، ټرانزیټي تګ راتګ او کډوالو پرمخ تړلې ده.
د بله پلوه د افغانستان ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د هاوان توغندیو بریدونه لا هم د پکتیا ولایت په اریوب ځاځي او انګور اډې سیمو کې روان دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې "غچ اخیستونکي او بریالي عملیات" د شپې له نیمايي وروسته درول شوي، خو ټینګار یې کړی چې د هېواد له خاورې څخه د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري.
افغانستان: ۵۸ پاکستاني پوځیان مو وژلي دي
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې د پاکستان پر پوله په نښته کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
مجاهد وویل چې د افغان لوري له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او زیاته یې کړه چې نښتې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه درول شوې دي.
مجاهد ادعا وکړه، چې تېره شپه د پاکستان پر وړاندې په عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او تجهیزات د افغان سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
له بلې خوا، پاکستان او افغانستان دواړو پر یو بل د ملکي وګړو د په نښه کولو تورونه لګولي دي.
د افغانستان او پاکستان کړکېچ
د اکتوبر په ۹مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی و.
ادعا شوې وه چې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیا ولایت په مرغه سیمه کې هوايي برید کړی دی.
وروسته افغان حکومت د مرغې او پلازمېنې کابل د چاودنو پړه پر پاکستان واچوله.
خو پاکستان د هوايي برید د ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.











