نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
ټرمپ د فرانسې  په ورسای ماڼۍ کې د هوکړې له ناڅاپي لاسلیک وروسته، د ایران د معاملې د منتقدینو نه د "احمقانو" په توګه یادونه وکړه.
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل

اوس د دوه میاشتنیو مذاکراتو موده پیل شوه چې ورسره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د احتمالي پرمختګ په لور د نړۍ سترګې اوښتې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره پر خپلې هوکړې د نیوکه کونکو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی او هغو کسانو ته یې چې پر ده یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امتیازاتو ورکولو تور پورې کړی، "ناپوهان" (fools) وویل. دا پداسې حال کې ده چې په سویس کې د معاملې د پلي کېدو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لړۍ پیلېدونکې ده.

په یو ناڅاپي پرمختګ کې، وروسته له هغه چې د هوکړې د رسمي لاسلیک په اړه ابهام موجود و، ټرمپ د چهارشنبې په شپه د پاریس بهر د "ورسای" په تاریخي ماڼۍ کې له فرانسوي ولسمشر ایمانویل میکرون سره د شمعو په رڼا کې د ډوډۍ پر مهال دا هوکړه لاسلیک کړه.

ایمانویل میکرون، چې د ورسای ماڼۍ (چې پکې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای تړون هم لاسلیک شوی و) کوربه و، د ټرمپ د لاسلیک پر مهال د "آفرین" (Bravo) چغه کړه.

ټرمپ د هوکړې له لاسلیک څو ساعته وروسته، د پنجشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: "دا ناپوهان، چې فکر کوي زه د ایران په وړاندې پوره سخت نه وم، پداسې حال کې چې د ونډو بازار اوج ته رسیدلی او د تېلو بیې په چټکۍ راکمې شوې دي، یا حسود دي، یا بد خلک دي او یا هم احمقان دي."

د ټرمپ او د هغه د ایراني سیال لخوا د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تړون له لاسلیک وروسته د تېلو نړیوالې بیې راټیټې شوې. د دغه تړون له مخې به د هرمز تنګی پرانیستل کیږي، خو لاهم د جزیاتو په اړه دوه میاشتني مذاکرات په مخکې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې د دې هوکړې په منځګړیتوب کې یې مرسته کړې، وویل چې دا تړون به "سمدستي نافذ" شي او ایران به "سمدلاسه د هرمز تنګی پرانیزي." هغه هم دا تړون لاسلیک کړی دی.

میکرون د دغه تړون ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا "سولې ته لاره هواروي، د هرمز تنګی بې له کوم محصول (ټول) څخه پرانیزي او د اټومي، بالستیک او سیمه ییزو فعالیتونو په اړه د وروستي تړون لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکوي."

که څه هم د راتلونکو ګامونو په اړه یو څه ګډوډي موجوده وه، ځکه په پیل کې ټاکل شوې وه چې دا تړون د جمعې په ورځ په سویس کې د ایران د پارلمان د رئیس محمد باقر قالیباف او د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وانس لخوا لاسلیک شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې اوس نو حضوري مراسمو ته اړتیا نشته، خو شهباز شریف وویل چې په سویس کې به رسمي مراسم او تخنیکي خبرې ترسره شي.

د تړون د متن له مخې، واشنګټن ژمنه کوي چې سمدلاسه به د تېلو هغه بندیزونه لرې کړي چې د ایران اقتصاد یې ځپلی دی.

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ پریکړه، چې پکې ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول او د امریکا د مهماتو لویه برخه وکارول شوه، د هغه ځینې کورني متحدین اندیښمن کړي دي. د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور بیل کاسیډي دا د "وروستیو لسیزو ترټولو لویه بهرنۍ ډیپلوماټیکه تېروتنه" وبلله. هغه وویل: "د ایران اټومي هیلې نه دي مهار شوي او هغوی زده کړل چې د هرمز تنګي ګواښل کار ورکوي."

فوکس نیوز هم د منتقدینو له قوله ویلي چې دې تړون ایران ته "لوی مالي ګټې" ورکړې پرته له دې چې د خپل اټومي پروګرام د لغوه کولو غوښتنه ترې وشي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې