نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو لخوا پر ایران په وروستیو بریدونو کې وژل شوي پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان څوک دي؟
د جون له ۱۳مې راهیسې، اسرائیلو د ایران پر وړاندې پراخ پوځي بریدونه ترسره کړي دي، چې په دې کې د ایران ځینې مهم اټومي تاسیسات هم په نښه شوي دي. په دې بریدونو کې تر اوسه پورې له ۲۴۰ څخه زیات کسان وژل شوي او په سلګونو تنه  نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو لخوا پر ایران په وروستیو بریدونو کې وژل شوي پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان څوک دي؟
/ AP

د اسرائیلو لخوا پر ایران په وروستیو بریدونو کې وژل شوي پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان څوک دي؟

د جون له ۱۳مې راهیسې، اسرائیلو د ایران پر وړاندې پراخ پوځي بریدونه ترسره کړي دي، چې په دې کې د ایران ځینې مهم اټومي تاسیسات هم په نښه شوي دي. په دې بریدونو کې تر اوسه پورې له ۲۴۰ څخه زیات کسان وژل شوي او په سلګونو تنه  نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، لږ تر لږه ۱۴ ایراني اټومي ساینسپوهان او څو پوځي چارواکي د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې د ایران د اټومي پروګرام ۹ لوړپوړي ساینسپوهان یې وژلي دي. په یوه پوسټ کې چې په ایکس (پخوانی ټویټر) کې خپور شوی، د اسرائیلو پوځ ویلي: "نهه لوړپوړي ساینسپوهان او متخصصین چې د ایران د اټومي وسلو د پرمختګ مسوول وو، وژل شوي دي."

د اسرائیلو د پوځ په وینا، ټول هغه ساینسپوهان او متخصصین چې په نښه شوي چې  د ایران د اټومي وسلو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی و. د دوی وژل د ایران د وسلو د پراختیا وړتیا ته یوه لویه ضربه ګڼل شوې ده.

نو تر اوسه پورې کوم لوړپوړي پوځي چارواکي او ساینسپوهان وژل شوي دي؟

پوځي چارواکي:

په دې بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي، چې په دې کې د اسلامي انقلابي ګارډ ۲۰ لوړپوړي چارواکي او قوماندانان شامل دي.

جنرال محمد باقري د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز و. هغه د ایران په پوځ کې تر ټولو لوړپوړی پوځي شخصیت ګڼل کېده، چې یوازې د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي  تر امر لاندې و. د ایران د رسنیو په وینا، هغه د ایران-عراق جګړې پر مهال د د اسلامي انقلابي ګارډ د استخباراتو په برخه کې فعالیت کاوه. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ پورې، هغه د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزوالۍ د استخباراتو او عملیاتو مرستیال و. په ۲۰۱۶ کې، هغه د ایران د ستر مذهبي مشر لخوا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۹ کې، هغه د امریکا لخوا پرې بندیزونه ولګول شول.

حسین سلامي د د اسلامي انقلابي ګارډ عمومي قوماندان و. هغه د ایران-عراق جګړې پر مهال په ۱۹۸۰ کې د د اسلامي انقلابي ګارډ سره یوځای شو. د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۶ پورې، هغه د اسلامي انقلابي ګارډ د ګډو ځواکونو د عملیاتو د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ پورې، هغه د اسلامي انقلابي ګارډ د هوايي ځواک قوماندان و او وروسته د ۲۰۱۹ پورې د اسلامي انقلابي ګارډ د عمومي مشر مرستیال و. په اپریل ۲۰۱۹ کې، هغه د د اسلامي انقلابي ګارډ عمومي  قوماندان وټاکل شو.

غلام علي رشید د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان و. د ۱۹۸۰ لسیزې جګړې پر مهال، هغه د ایران د وسله والو ځواکونو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی و.

امیر علي حاجي زاده د  اسلامي انقلابي ګارډ د هوايي ځواک قوماندان و. هغه د ایران د توغندیو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی و او د ایران د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کړې وې.

محمد کاظمي د انقلابي ګارډ د استخباراتو مشر و. نور پوځي چارواکي چې په دې بریدونو کې وژل شوي دي، په لاندې ډول دي: محسن باقري، داوود شیخیان، محمد باقر طاهرپور، منصور صفرپور، مسعود طیب، خسرو حسني، محمد جعفري او جواد جرسره.

ساینسپوهان:

د ایران د تسنیم خبري اژانس د وژل شویو کسانو څخه دوه تنه، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي، د "مهمو اټومي ساینسپوهانو" په توګه یاد کړي دي.

فریدون عباسي د ایران د پارلمان پخوانی غړی و. هغه د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر و او په ۲۰۱۰ کې یې د یوه برید څخه ژوندی پاتې شوی و.

محمد مهدي طهرانچي یو تیوریکي فزیک پوه و او د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس و. هغه په ۲۰۲۰ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو په لیست کې شامل شوی و.

عبدالحمید منوچهر د شهید بهشتي پوهنتون د اټومي انجینرۍ د پوهنځي مشر و. هغه د دې پوهنځي د تعلیمي او څیړنیزو پروګرامونو په جوړولو کې مهم رول لوبولی و.

احمد رضا ظلفقاري د شهید بهشتي پوهنتون د اټومي انجینرۍ استاد و. هغه په ملي ستراتیژیکو پروژو کې فعاله ونډه اخیستې وه.

امیر حسین فقیهي د شهید بهشتي پوهنتون د اټومي څیړنو استاد و. هغه د ایران د اټومي چارو مرستیال او د اټومي ساینس او ټکنالوژۍ د څیړنیز انسټیټیوټ مشر و. هغه د ایران د علمي او څیړنیز بنسټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی و.

سعید برجي د مالک اشتر ټکنالوژۍ پوهنتون څیړونکی و، چې په میخانیکي انجینرۍ او موادو انجینرۍ کې یې تخصص درلود. هغه د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخری زاده سره، چې په ۲۰۲۰ کې د اسرائیلو لخوا وژل شوی و، همکاري کړې وه.

د مصلب زاده په اړه محدود معلومات شتون لري، چې هغه او د هغه میرمن د جمعې په ورځ وژل شوي دي. په ورته ډول، د منصور عسګري، چې په فزیک کې متخصص و، او علي بخوي کتیرمي، چې په میخانیک کې متخصص و، په اړه هم ډیر معلومات نشته.

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ