فرانسه د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي
د فرانسې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې د ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع شي، دا یو داسې اقدام دی چې ولسمشر ایمانویل مکرون یې د کم عمره ماشومانو د ساتنې لپاره یوه لاره بولي.
فرانسه د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره پر ټولنیزو رسنیو د بندیز لګولو اقدام کوي
مکرون دغه رایه یو 'لوی ګام' بللی، او اوس به دا قانون مشرانو جرګې ته ځي ترڅو د راتلونکي ښوونیز کال څخه د بندیز پلي کول یقیني شي.
مکرون وویل چې زموږ د ماشومانو ذهنونه د پلور لپاره نه دي. نه امریکایي پلیټ فارمونو ته او نه هم چینایي شبکو ته.
د فرانسې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې د ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع شي، دا یو داسې اقدام دی چې ولسمشر ایمانویل مکرون یې د کم عمره ماشومانو د ساتنې لپاره یوه لاره بولي.
دا لایحه د دوشنبې په ماښام له یوې اوږدې ناستې وروسته د پارلمان د ولسي جرګې، ملي اسامبلې، لخوا د ۱۳۰ موافقو او ۲۱ مخالفو رایو په اکثریت تصویب شوه.
دا قانون به اوس د نورو غور لپاره مشرانو جرګې (سنا) ته واستول شي مخکې لدې چې په قانون بدل شي.
مکرون پر 'X' ټولنیزه شبکه د دې رایې هرکلی وکړ او دا یې د فرانسوي ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ساتنې په لور یو "لوی ګام" وباله.
هغه وویل چې اوس دا د مشرانو جرګې دنده ده چې دې "جوړوونکي کار" ته دوام ورکړي ترڅو دا بندیز د راتلونکي ښوونیز کال له پیل څخه اغېزمن شي.
هغه وویل: "ځکه چې زموږ د ماشومانو ذهنونه د پلور لپاره نه دي. نه امریکایي پلیټ فارمونو ته او نه هم چینایي شبکو ته."
"ځکه چې د دوی خوبونه باید د الګوریتمونو لخوا ونه ټاکل شي. ځکه چې موږ یو اندېښمن نسل نه غواړو، بلکې یو داسې نسل غواړو چې پر فرانسه، جمهوریت او د هغه پر ارزښتونو باور ولري."
ولسمشر په پای کې وویل چې هغه به دا کار د سپټمبر تر لومړۍ نیټې پورې یقیني کړي، او دا چې فرانسوي ماشومان او تنکي ځوانان به "بالاخره خوندي شي."