نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د ورځې مهم خبرونه
هغه اسرائیلي قانون چې د فلسطیني بندیانو د اعدام اجازه ورکوي، په لوېدیځه غاړه کې نافذ شو
د ورځې مهم خبرونه
د ورځې مهم خبرونه / TRT


د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له خوا د پوځي امر له لاسلیک وروسته، نوی قانون نافذ شو. ځايي رسنیو خبر ورکړی چې د فلسطیني بندیانو د اعدام اجازه ورکوونکی دغه قانون د یکشنبې له ورځې راهیسې په عملي توګه پلي شوی دی. د "ټایمز آف اسرائیل" ورځپاڼې په وینا، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د دې اقدام د پلي کولو لپاره اړین پوځي حکم د پوځ د مرکزي قوماندان تورن جنرال "اوي بلوت" له خوا لاسلیک شوی دی.
د دې پوځي حکم پر بنسټ، هغه محکمې چې د اسرائیلي وګړو د وژل کېدو اړوند پېښې څېړي، مکلفې دي چې د اعدام سزا د "واحد حکم" په توګه صادره کړي، مګر دا چې د عمر قید لپاره "ځانګړي شرایط" شتون ولري. د فلسطیني او اسرائیلي بشري حقونو د سازمانونو د معلوماتو له مخې، اوس مهال د اسرائیل په زندانونو کې تر ۹۶۰۰ ډېر فلسطینیان بندیان دي چې په هغو کې ۳۵۰ ماشومان او ۷۳ ښځې شاملې دي او دا کسان له شکنجې، لوږې او طبي بې غورۍ سره مخ دي.

د ډیپلوماسۍ لپاره فرصت ښايي له لاسه ووځي: ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې "وخت په ختمېدو دی"
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په یو خبرداري کې ویلي چې د تهران د اقدام لپاره "وخت په ختمېدو دی"، که نه نو "له هغوی څخه به هیڅ پاتې نشي." ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) په یوه بیان کې ولیکل: "وخت تر ټولو قیمتي عنصر دی!"
د ټرمپ دا څرګندونې د هغو ګواښونو په دوام کې شوې چې تهران د امریکا له خوا د اوربند د شرایطو منلو ته اړ کوي. په دې شرایطو کې د یورانیمو د غني کولو ودرول، د ایران په تاسیساتو کې د غني شویو یورانیمو سپارل امریکايي لوري ته او د سوداګریزو تګ راتګ لپاره د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو استازې خبرداری ورکړ: "امریکا، چین او روسیه غواړي متحد اروپا کمزورې کړي"
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ لوړپوړې استازې "کاجا کالاس" ویلي چې امریکا، چین او روسیه یوه وېشل شوې اروپا غوره ګڼي. هغې خبرداری ورکړ چې یوه متحده اروپايي ټولنه د داسې جیوپولیټیک ځواک استازیتوب کوي چې کولی شي نړیوالو قدرتونو ته ننګونه جوړه کړي. کالاس د استونیا په پلازمېنه تالین کې د "لینارټ ميري" په کنفرانس کې وویل چې د اروپايي ټولنې ډله ییز ځواک د دې لامل دی چې بهرني قدرتونه د هغې د یووالي د کمزوري کولو هڅه وکړي. هغې زیاته کړه: "دوی د اروپايي ټولنې خوښ نه دي، دا ډېره روښانه ده. که موږ یوځای ودرېږو او په ګډه حرکت وکړو، موږ به یو مساوي او پیاوړی ځواک واوسو."

د ټرمپ د " معاملې وسیلې" له خبرو وروسته، تایوان له امریکا څخه د وسلو د پېرلو دفاع وکړه
د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې، بیجینګ د تایوان موضوع د "چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو حساسه مسئله" وبلله. وروسته له هغه چې ټرمپ چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له تایوان څخه د امریکا د ملاتړ پر دوام پوښتنې راپورته کړې، د تایوان مشرتابه ټینګار وکړ چې له واشنګټن څخه د وسلو پېرودل د سیمه ییزو نښتو او بې ثباتۍ په وړاندې "تر ټولو مهم مخنیوی کونکی عنصر" دی.
د تایوان مشر "لای چینګ-تي" په یو بیان کې ویلي چې د امریکا له خوا پر تایوان د وسلو پلورل او د دواړو خواوو ترمنځ امنیتي همکاري نه یوازې قانوني بنسټ لري، بلکې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره د یو کتلست رول لوبوي. لای د یکشنبې په ورځ وویل: "موږ له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کوو چې د خپلې لومړۍ دورې راهیسې یې د تایوان تنګي د سولې او ثبات لپاره پرله پسې ملاتړ کړی او تایوان ته یې د وسلو په پلورلو کې په دوامداره توګه زیاتوالی راوستی دی."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان د خپل ایراني سیال عراقچي سره له امریکا سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د هغه ایراني سیال عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني خبرو کې له امریکا سره د روانو مذاکراتو وروستی وضعیت وڅېړل. د ډیپلوماټیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، فیدان او عراقچي د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه مشورې وکړې. په سیمه کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د فبروري په میاشت کې امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه وکړل. تهران د دې بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو توغندیز بریدونه وکړل او د هرمز تنګی یې وتاړه. د اپریل په اتمه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرې اترې د یوې دایمي هوکړې لامل نه شوې. وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه اوربند د نامعلوم وخت لپاره وغځاوه.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ