له اسپانیا وروسته، امریکا ته یو بل ګوزار د ایټالیا لخوا ورکړل شو.
ایټالیا هم د ایران پر وړاندې په جګړه کې خپلې هډې د امریکا پر مخ وتړلې.
روم منځني ختیځ ته په لاره د امریکایي الوتکو د تم کېدو اجازه رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه رسمي غوښتنه نه وه شوې. ایټالیا دا پریکړه پداسې حال کې وکړه چې اسپانیا هم د ایران جګړې سره د تړلو الوتنو لپاره خپله فضا بنده کړه.
ایټالیايي خبري اژانس "انسا" (ANSA) د سه شنبې په ورځ د ځایی رسنیو او باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړ چې ایټالیا متحده ایالاتو ته د 'سیګونیلا' (Sigonella) هوايي اډې د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
دا انکار وروسته له هغه وشو چې د امریکا د الوتنې په پلان کې منځني ختیځ ته د تګ پر مهال په سیګونیلا اډه کې تم کېدل ښودل شوي وو.
انسا ویلي، د ایټالیا دفاع وزیر 'ګویډو کروسیټو' دا اجازه رد کړه او یادونه یې وکړه چې هیڅ رسمي غوښتنه نه وه شوې او نه هم د ایټالیا له پوځي قوماندانۍ سره په دې اړه مشوره شوې وه.
د الوتنې پلان هغه مهال خبر کړای شوی و چې الوتکې لا دمخه په هوا کې وې، او څېړنو ثابته کړه چې دا منظمې یا لوژستیکي الوتنې نه وې چې له متحده ایالاتو سره د ایټالیا په اوسني تړون کې شاملې وي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د اسپانیا حکومتي چارواکو تایید کړه چې اسپانیا متحده ایالاتو ته د ایران اړوند جګړې لپاره د خپلې فضا د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
اسپانوي پوځي سرچینو 'ایل پائیس' (El Pais) ورځپاڼې ته ویلي چې دا محدودیتونه په دریمو هېوادونو لکه بریتانیا او فرانسه کې پر ځای پر ځای شویو امریکایي الوتکو هم پلي کېږي.
واشنګټن همدارنګه د اسپانیا په سویل کې اډو ته د B-52 او B-1 په څېر ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د استولو هڅه کړې وه، خو دا وړاندیز وروسته له هغه لغوه شو چې مادرید روښانه کړه چې دوی به له نړیوال قانوني ملاتړ پرته د داسې عملیاتو ملاتړ ونه کړي.
په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې اسرائیلو او متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د هغه وخت د ستر رهبر علي خامنه يي په ګډون تر ۱۳۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو سره د اسرائیلو، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره ځواب ورکړی چې د امریکا پوځي تاسیسات پکې دي، چې د سر او مال زیانونو ترڅنګ یې نړیوال بازارونه او هوايي چلند هم ګډوډ کړی دی.