نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له ایران سره د خبرو لپاره مهالویش ټاکلی دی.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري غونډې  پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ له ایران سره د خبرو لپاره وخت ټاکلی دی، او هغوی غواړي خبرې وکړي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له ایران سره د خبرو لپاره مهالویش ټاکلی دی.
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له ایران سره د خبرو لپاره مهالویش ټاکلی دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري غونډې  پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ له ایران سره د خبرو لپاره وخت ټاکلی دی، او هغوی غواړي خبرې وکړي."

هغه زیاته کړه: "هغوی د یوې غونډې غوښتنه کړې... او که موږ وکولی شو یو څه په کاغذ ولیکو، دا به ښه وي. وګورو چې څه پېښیږي."

د ټرمپ د منځني ختیځ ځانګړي استازي، سټیو ویتکوف، تایید کړه چې غونډه به "په راتلونکې اونۍ یا شاوخوا کې" ترسره شي.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې آیا پر ایران د بل پوځي برید په اړه غور کیږي، هغه ځواب ورکړ: "زه هیله لرم چې موږ دې ته اړتیا ونه لرو. زه تصور نه شم کولی چې موږ دې وغواړو دا کار وکړو. زه تصور نه شم کولی چې هغوی دې وغواړي دا کار وکړي. هغوی غواړي خبرې وکړي... هغوی غواړي یو څه حل کړي."

دا اعلان یوازې دوه اونۍ وروسته له هغې شوی چې د امریکا B-2 بم غورځوونکو الوتکو د ایران په فوردو او نطنز اټومي مرکزونو ۱۴ عدده GBU-57 "سنګر ماتوونکي " بمونه وغورځول، او د اصفهان پر اټومي تاسیساتو  د توماهاک کروز بریدونه وکړل.

دغه بریدونه د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د امریکا د پراخ کمپاین یوه برخه وه.

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو شپږمه دوره چې په اصل کې د جون په ۱۵مه پلان شوې وه، وروسته له هغې چې اسرائیل د جون په ۱۳مه د ایران پر پوځي، اټومي او ملکي ځایونو بې له کوم دلیله هوايي بریدونه وکړل مذاکرات وځنډیدل.

د جون په ۲۴مه نیټه د ۱۲ ورځو جګړې وروسته اوربند وشو.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران اوس "ډېر بدل شوی" دی نسبت دوه اونۍ مخکې ته او د راتلونکي ډیپلوماسۍ په اړه یې خوشبیني څرګنده کړه.

هغه وویل: "زه هیله لرم چې دا پای ته رسېدلی وي. هو، زه فکر کوم ایران غواړي خبرې وکړي. زه فکر کوم هغوی غواړي سوله وکړي، او زه د دې ملاتړ کوم."

هغه زیاته کړه چې غواړي په "مناسب وخت" کې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه لرې کړي.

ټرمپ وویل: "زه غواړم چې په مناسب وخت کې دا بندیزونه لرې کړم، هغوی ته د بیا رغونې فرصت ورکړم.

هغه زیاته کړه: "زه غواړم ایران په سوله ییز ډول ځان بیا جوړ کړي او نور دې د 'مرګ پر امریکا' او 'مرګ پر اسرائیل' شعارونه نه ورکوي، لکه څنګه چې مخکې یې کول."

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود