منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
پر ایران د امریکا او اسرائیلو په وروستیو ګډو بریدونو کې له ۲۵ ډېر کسان وژل شوي
د دوشنبې په ورځ د امریکا او اسرائیل د هوايي بریدونو په یوه نوې څپې کې په ټول ایران کې له ۲۵ څخه ډېر کسان ووژل شول. تهران د دې بریدونو په ځواب کې پر اسرائیل او د خلیج پر هغو هېوادونو د توغندیو باران وکړ چې د امریکا پوځي او مالي تاسیسات پکې دي.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو په وروستیو ګډو بریدونو کې له ۲۵ ډېر کسان وژل شوي
پر ایران د امریکا او اسرائیلو په وروستیو ګډو بریدونو کې له ۲۵ ډېر کسان وژل شوي / AP

د امریکا او اسرائیل په تازه بریدونو کې له ۲۵ څخه ډېر کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې تهران په ټوله سیمه کې غبرګوني بریدونه کړي او د هرمز تنګي پر سر کړکېچ خورا زیات شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د امریکا او اسرائیل د هوايي بریدونو په یوه نوې څپې کې په ټول ایران کې له ۲۵ څخه ډېر کسان ووژل شول. تهران د دې بریدونو په ځواب کې پر اسرائیل او د خلیج پر هغو هېوادونو د توغندیو باران وکړ چې د امریکا پوځي او مالي تاسیسات پکې دي. دا پېښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ورکړل شوي وروستي مهلت له پای ته رسېدو وړاندې کېږي.

تېره شپه ناوخته په تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل، جنګي الوتکو په ټیټه کچه الوتنې کولې او پر شریف صنعتي پوهنتون او نورو سیمو له بریدونو وروسته، د "ازادي چوک" ته نږدې تور لوګي پورته کېدل.

ایران سمدستي غبرګون وښود او د اسرائیل د شمال په لور یې توغندي وتوغول، چې په حیفآ (Haifa) کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ژغورونکې ډلې په نړېدلو ودانیو کې د بند پاتې کسانو په لټه کې دي. د کویټ او متحده عربي اماراتو په ګډون د خلیج هېوادونو هم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره خپل هوايي دفاعي سیستمونه فعال کړل.

د هرمز تنګي کړکېچ نړیوالې اندېښنې راپارولې دي

د دې بحران په مرکز کې د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه حیاتي لاره ده. ایران په دغه لاره خپله ولکه ټینګه کړې، د کښتیو تګ راتګ یې کم کړی او له امله یې په نړۍ کې د انرژۍ بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

ټرمپ تهران ته یو وخت ټاکلی چې دا لاره بېرته پرانیزي، او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونه کړي، نو پر زیربناوو به یې پراخ بریدونه وکړي. هغه خبرداری ورکړ: "تاسو به په جهنم کې ژوند کوئ،" او زیاته یې کړه چې د ایران برېښناکوټونه او ترانسپورتي شبکې به فلج کړي.

سره له دې ګواښونو، ایران د شا تګ کومه نښه نه ده ښودلې. د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف دا ګواښونه "بې باکانه" وبلل او ټینګار یې وکړ چې فشار او پوځي زور به دوی امتیاز ورکولو ته اړ نه کړي.

د مرګ ژوبلې په زیاتېدو سره ډیپلوماسي له خنډ سره مخ ده

د پردې تر شا، سیمه ییز او نړیوال قدرتونه هڅه کوي چې د دغه بحران مخه ونیسي. عمان له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو پخلی کړی، پداسې حال کې چې مصر، روسیه او نور هېوادونه هم په بېړنیو ډیپلوماتیکو هڅو بوخت دي.

خو په عملي ډګر کې جګړه لا هم درنه مرګ ژوبله اړوي. د جګړې له پیل راهیسې په ایران کې له ۱۹۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ورسره په لبنان، اسراییل او نورو سیمو کې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېلو د بیو په لوړېدو او د سیمه ییزو ناندریو په زیاتېدو سره، دا وېره په شدت سره مخ په ډېرېدو ده چې دا شخړه به په یوه داسې لویه جګړه بدله شي چې نړیوال اقتصادي ثبات به له خطر سره مخ کړي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".