نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا-اسرائیل جګړه «نږدې ده چې پای ته ورسېږي».
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي' / Reuters

هغه وویل: «زه فکر کوم چې جګړه نږدې ده چې پای ته ورسېږي، هو. زما په اند دا ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي»، ټرمپ دا خبرې د فاکس بیزنس له کوربنې ماریا بارتیرو مو سره د مرکې پر مهال وکړې، کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا جګړه «پای ته رسېدلې ده که نه»، دا مرکه د چهارشنبې په ورځ خپرېږي.

د مرکې یوه ویډیويي برخه په اېکس کې شریکه شوې ده.

ټرمپ زیاته کړه: «پوهېږئ څه؟ که زه همدا اوس شا ته شم، نو دوی ته به شل کاله وخت ونیسي چې خپل هېواد بیا ورغوي، او موږ لا پای ته نه یو رسېدلي. موږ به وګورو چې څه پیښیږي. زما په اند هغوی ډېر غواړي چې یو تړون وکړي.»

مخکې له دې، بارتیرو مو په انسټاګرام کې په یوه ویډیو کې ویلي وو چې ټرمپ د مرکې پر مهال د ایران جګړې ته څو ځله د تېر وخت په بڼه اشاره وکړه، چې هغه یې دې ته وهڅوله چې نېغه پوښتنه وکړي: «ایا جګړه پای ته رسېدلې ده؟»

بارتیرومو وویل: « ټرمپ: ‘جګړه پای ته رسېدلې ګڼي’»، او د خبرو دغه تبادله یې تشریح کړه.

د تېرې اوونۍ په پای کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې خبرې وشوې ترڅو د ایران پر ضد د امریکا-اسرائیل جګړه، چې د فبرورۍ په ۲۸ پیل شوې وه، په دایمي ډول پای ته ورسول شي، خو کومه هوکړه ترلاسه نه شوه.

د خبرو د بل پړاو د ترسره کولو هڅې روانې دي.

ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل په اړه هیله ‌مند دریځ وښود، او د سې ‌شنبې په ورځ یې وویل چې ښايي دا خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.

پاکستان د اپریل په ۸مه د دوه اونیو اوربند منځګړیتوب وکړ، چې لاهم دوام لري.

وپلټۍ
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي