نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د یوې امبولانس چورلکې د سقوط له امله ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.
د امریکا د ساکرامنټو پر لویه لار یوې امبولانس  چورلکې کړی چې له امله يي  لږ تر لږه درې کسان سخت ټپیان دي
په امریکا کې د یوې امبولانس چورلکې د سقوط له امله ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.
په امریکا کې د یوې امبولانس چورلکې د سقوط له امله ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي. / AP

په امریکا کې د یوې امبولانس چورلکې د سقوط له امله ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د ساکرامنټو پر لویه لار یوې امبولانس  چورلکې کړی چې له امله يي  لږ تر لږه درې کسان سخت ټپیان دي
ژغورل شوي کسان په سیمه ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، په داسې حال کې چې چارواکي د پېښې د لامل په اړه څېړنې کوي.

سي بي ایس نیوز راپور ورکړی، چې یوې طبي چورلکې د دوشنبې په ماښام د کلیفورنیا په ساکرامنټو ښار کې پر یوې لویه لار سقوط وکړ، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شول.

د ساکرامنټو ښاروال، کیون مک کارټي، پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "د ۵۹م سړک لوېدیځ ته د ۵۰مې لويې لارې په ختیځه برخه کې د چورلکې د سقوط یوه ناوړه پېښه رامنځته شوې ده." نوموړي د ساکرامنټو د اور وژنې ادارې له لومړنیو مرستندویانو څخه مننه وکړه.

مک کارټي وویل، ژغورل شوي کسان په سیمه ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د سي بي ایس نیوز د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه درې کسان سخت ټپیان شوي دي.

د کلیفورنیا د لویو لارو د ګزمې د  څانګې ویاند، افسر مایک کاریلو په وینا، دا پېښه د ماښام له ۷ بجو لږ وروسته رامنځته شوه.

په هغو انځورونو کې چې پر لیکه (آنلاین) خپاره شوي، لیدل کېږي چې پر ۵۰مه لویه لار د سقوط شوې چورلکې شاته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي دي. په چورلکه کې د سپرو کسانو د شمېر او د ټپیانو په اړه سمدستي معلومات نه دي ورکړل شوي.

کاریلو وویل چې اوسېدونکي باید پر دې لویه لار د ځنډ تمه ولري او له بدیلو لارو دې کار واخلي. هغه زیاته کړه: "موږ له خلکو غواړو چې سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي او بېړنیو مرستندویه ډلو ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه خپل کار وکړي."

د پېښې د لامل په اړه لا هم څېړنې روانې دي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله