ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
د روسیې فضايي شرکت روس کوسموس  اعلان کړی چې د انسان وړونکي سویوز MS-28  فضايي بیړۍ د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې څخه په بریالیتوب توغول شوی دی.
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه / Reuters

د روسیې د  فضايي ادارې په وینا، د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه.

نړیوال فضايي سټیشن ته د سپوږمکۍ توغول د قزاقستان له بایکونور کاسموډروم څخه ترسره شو.

د روسیې فضايي شرکت روس کوسموس  اعلان کړی چې د انسان وړونکي سویوز MS-28  فضايي بیړۍ د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې څخه په بریالیتوب توغول شوی دی.

روسکوسموس د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې یاده فضايي بېړۍ، چې د ۷۴مې سپړنیزې ډلې عمله یې نړیوال فضايي سټېشن  ته وړي، په بریالیتوب سره د سویوز-۲.۱ا د وړونکي توغندي له درېیم پړاو څخه جلا شوه.

د عملې غړي د روسکوسموس کوسمونټان سرګي کود-سورچکوف او سرګي میکایف، او همدارنګه د ناسا ستورمزلي کریسټوفر ویلیمز شامل دي.

نړۍوال فضايي ستیشن ته الوتنه به د دوه مدارونو د "ملاقات" یو خورا لنډ سکیم تعقیب کړي، او تمه ده چې د مسکو د وخت له مخې شاوخوا  ۱۲:۳۸ دقيقې د سټېشن د روسي برخې د راسویټ ماډول سره ونښلي.

عمله به په مدار کې ۲۴۲ ورځې تېرې کړي او د ۲۰۲۶ کال د جولای په وروستیو کې به بېرته راستانه شي. دا اته میاشتنی ماموریت له ۴۰ څخه ډېرې ساینسي تجربې او همدارنګه دوه بهرنی فضایي فعالیتونه لري.

روسکوسموس وویل، د روسیې د عملې لومړۍ فضايي واک به د سولنټسي-تیرا-ګیرټز تجهیزاتو نصبولو لپاره تنظیم شي چې د لمریز اور وړاندوینې لپاره دي.

په دوهم فضايي ګرځېدنه کې به عمله د زاریا ماډل تخنیکي خدمت ترسره کړي او هغه پرزې به بدلي کړي چې د کارونې موده یې پای ته رسېدلې وې.

وپلټۍ
د تورکیې او ایټالیا د بې پیلوټه الوتکو  ملګرتیا د تولید لومړي پړاو ته نږدې شوې ده
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
تورکي شرکتونو د فولادي ګنبد دفاعي سیسټم د ملاتړ لپاره د ۶.۵ ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل
تورکي دفاعي شرکتونه په طبیعي پیښو کې د کارونې لپاره ژوند ژغورونکي ډرونونه جوړوي
د تورکیې "قزل ایلما" بې پیلوټه جنګۍ الوتکې په مجازي ازموینه کې F-16 وویشتله
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید
له توکیو څخه تر نیویارک پورې په ۶۰ دقیقو کې د سفر امکان
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
(اوپن اې آی) په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د لویو هڅو په منځ کې د یو ګیګاواټ ډیټا مرکز جوړوي
د تورکیې د ټکنالوژۍ فیسټیوال(ټکنوفیسټ )د استانبول په ښار کې پیل شو
ولسمشر اردوغان د تورکیې د ځايي ټولنیز رسنۍ شبکې "NEXT Sosya کې خپل لومړنی پوست شریک کړ