ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
بیرقدار قزل‌ایلما د سینوپ سواحلو ته څېرمه په یوه تاریخي ازموینه کې د ګوکدوګان توغندي په وسیله د جټ ځواک لرونکې الوتکه وویشتله.
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو / AA
30 نومبر 2025

د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکه  ( قزل‌ایلما ) لومړنۍ الوتکه شوه چې د جټ ځواک لرونکي هدف پر وړاندې یې هوا نه هوا ته توغندی وتوغو او هدف يي د هوا نه د توغولي توغندي سره له منځه یوړ.
بیرقدار قزل‌ایلما د سینوپ سواحلو ته څېرمه په یوه تاریخي ازموینه کې د ګوکدوګان توغندي په وسیله د جټ ځواک لرونکې الوتکه وویشتله.

د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي جټ الوتکې، بیرقدار قزل‌ایلما، د هوايي چلند په تاریخ کې یو نوی باب پرانیست او د نړۍ لومړنۍ بې پیلوټه الوتکه  شوه چې د سینوپ سواحلو ته څېرمه په یوه ازموینه کې یې په بریالیتوب سره د لید له واټن څخه بهر هوا نه هوا ته توغندی پر یوه جټ ځواک لرونکي هدف وویشت.

د تورکیې دفاعي شرکت بایکار د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې قزل‌ایلما په ځايي کچه جوړ شوی ( ګوک دوغان)  هوا نه هوا ته توغندی وتوغاوه او د لوړ سرعت لرونکی جټ هدف یې په بشپړ دقت سره وویشت.

دا توغندی د بې پیلوټه جنګي جټ الوتکې له وزر لاندې وروسته له هغه وتوغول شو چې هدف د اسلسان شرکت د مراد رادار په وسیله کشف او تعقیب شو.

دا د تورکیې د هوايي چلند په تاریخ کې لومړی ځل و چې یوې ملي الوتکې د ملي رادار په لارښوونه په ځايي کچه جوړ شوی هوا نه هوا ته توغندی پر یوه هوايي هدف وویشت.

دې بریالۍ نښتې قزل‌ایلما په ټوله نړۍ کې لومړنۍ او یوازینۍ بې پیلوټه الوتکه ثابته کړه چې د هوا نه هوا ته د جګړې تایید شوې وړتیا لري.

په دې ازموینه کې د مرزیفون هوايي اډې پنځو F-16 جنګي جټ الوتکو هم د قزل‌ایلما سره په ګډه د پیلوټ لرونکو او بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې ډله‌ییزې الوتنې ترسره کړې، چې د راتلونکي هوايي جګړې مفکورې یې وښودلې.

د بیرقدار اقینجي یوې بې پیلوټه الوتکې هم په دې ماموریت کې ملتیا کوله او دا پېښه یې له هوا څخه ثبتوله.

د قزل‌ایلما د رادار د لید وړتیا او پرمختللي سنسرونه دا وړتیا ورکوي چې د دښمن الوتکې له لرې واټن څخه، پرته له دې چې ولیدل شي، کشف کړي.

دا الوتکه پرمختللې ټکنالوژۍ لکه د مراد رادار او تویګون د نښه کولو سیسټم لري او کولی شي په ځايي کچه جوړ شوي بېلابېل مهمات وکاروي.

په پخوانیو ازموینو کې، قزل‌ایلما د تولون او تیبر-۸۲  مهماتو په وسیله مستقیم ګوزارونه کړي وو.

د هوا نه هوا ته دا وروستی برید د هوا نه ځمکې او هوا نه هوا دواړو ماموریتونو لپاره د دې الوتکې عملیاتي وړتیا ښيي، چې د تورکیې په دفاعي ستراتیژۍ کې یې رول نور هم پراخوي.

بایکار شرکت، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د بې پیلوټه الوتکو خپلې ټولې پروژې په خپله تمویل کړې دي، د ډرون په صادراتو کې په یو نړیوال مخکښ شرکت بدل شوی دی.

دې شرکت په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو له لارې ۱.۸ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړ او دا شمېره یې په ۲۰۲۴ کال کې هم تکرار کړه، چې د ټول عاید ۹۰ سلنه یې له صادراتو څخه دی.

بایکار د خپلې بیرقدار TB2 بې پیلوټه الوتکې لپاره له ۳۶ هېوادونو سره او د بیرقدار اکینجي لپاره له ۱۶ هېوادونو سره د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا شرکت په تېرو څلورو کلونو کې په ترکیه کې د دفاعي او هوافضايي برخې تر ټولو لوی صادرونکی پاتې شوی دی.

 

وپلټۍ
امریکایي سرتېرو ته ویل شوي چې د ایران جګړه د 'صلیبیانو او مسلمانو ترمنځ د پیل لپاره د خدای پلان دی
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
برتانیا د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د ویزو ورکړه بندوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
پاکستان :د افغانستان له لوري وروستي بریدونه مو په شا تنبولي او افغان لوري ته ۶۷ تنه ځاني تلفات اوښتي
عمر چیلیک : ایران له یوه ناعادلانه او غیرقانوني برید سره مخ دی
ولسمشر اردوغان په ایران کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړه او سولې غوښتنه يي وکړه
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د سیمه ییزو کړکېچونو په زیاتېدو سره، تورکیې او ایران د مځکنیو پولو له لارې تګ راتګ ودرولو.
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي