نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
میډویدیف :د لنډ او منځني واټن اټومي توغندیو په اړه د موقتي بندیز څخه د مسکو د وتلو مسئول ناټو ده
میدویدیف، چې اوس مهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال رئیس دی، د دوشنبې په ورځ په "ایکس" کې وویل: "د منځني او لنډ واټن توغندیو د ځای پر ځای کولو د موقتي بندیز څخه د وتلو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د ناټو هېوادونو د روس ضد سیاست پایله ده.
میډویدیف :د لنډ او منځني واټن اټومي توغندیو  په اړه د موقتي بندیز څخه د مسکو د وتلو مسئول ناټو ده
/ Reuters Archive

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف د لنډ او منځني واټن اټومي توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه د موقتي بندیز څخه د مسکو د وتلو پړه د ناټو پر هېوادونو اچولې ده.

میدویدیف، چې اوس مهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال رئیس دی، د دوشنبې په ورځ په "ایکس" کې وویل: "د منځني او لنډ واټن توغندیو د ځای پر ځای کولو د موقتي بندیز څخه د وتلو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د ناټو هېوادونو د روس ضد سیاست پایله ده."

هغه زیاته کړه: "دا یوه نوې حقیقت دی چې زموږ ټول مخالفین به ورسره حساب وکړي. د نورو ګامونو تمه وکړئ."

د هغه څرګندونې وروسته له هغې شوي دي چې  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو نور د منځني واټن اټومي ځواکونو  تړون له مخې په خپلو پخوانیو محدودیتونو ځان پابند نه ګڼي.

د ۱۹۸۷ کال دغه تړون د امریکا او پخواني شوروي اتحاد څخه غوښتنه وکړه چې د ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومترو په واټن کې د ټولو ځمکنیو بالستیک او کروز توغندیو له منځه وړلو او دایمي بندیز ته غاړه کېږدي.

‘ډېر، ډېر احتیاط وکړئ’

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال په ۲۰۱۹ کال کې له دې تړون څخه د روسیې د سرغړونې په تور ووت، په داسې حال کې چې روسیې دغه تورونه رد کړل.

د دوشنبې په ورځ مسکو وروسته له هغې دا اعلان وکړ چې تېره اوونۍ ټرمپ  روسیې ته نږدې د دوو امریکایي اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ، چې دا د میدویدیف سره د ټولنیزو رسنیو پر سر د تندو خبرو اترو په ځواب کې و.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیه د اټومي مسایلو اړوند هر ډول څرګندونو په اړه "ډېر احتیاط" کوي او په دې برخه کې یوه "مسؤلانه دریځ" خپلوي.

پسکوف خبریالانو ته وویل: "روسیه د اټومي نه خپرېدو موضوع ته ډېر پام کوي. او البته، موږ باور لرو چې هرڅوک باید د اټومي بیانونو په اړه ډېر، ډېر احتیاط وکړي."

ټرمپ ګواښ وکړ چې که روسیه په اوکراین کې خپله جګړه پای ته ونه رسوي، بندیزونه به پرې ولګوي، او د یکشنبې په ورځ یې وویل چې ځانګړی استازی یې سټیو ویتکوف به د امریکا د بندیزونو د وروستۍ نېټې څخه مخکې دا اوونۍ روسیې ته سفر وکړي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله