تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
تورکیې او بریتانیا د یوروفایټر تایفون جیټ الوتکو د ساتنې او فعالیت څخه د ملاتړ لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه، چې دا د دواړو متحدینو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا یو بل مهم ګام بلل کېږي.
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي / AA


په داسې حال کې چې انقره او لندن خپله ستراتیژیکه نظامي همکاري پراخوي، نوې هوکړه د تایفون (Typhoon) جنګي الوتکو اوږدمهاله ساتنه تضمینوي.

تورکیې او بریتانیا د یوروفایټر تایفون جیټ الوتکو د ساتنې او فعالیت څخه د ملاتړ لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه، چې دا د دواړو متحدینو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا یو بل مهم ګام بلل کېږي.

دا هوکړه د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر او د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ترمنځ له خبرو اترو وروسته وروستۍ شوه.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه هوکړه د یوروفایټر تایفون پروګرام لاندې د الوتکو پر تخنیکي او لوجستیکي ملاتړ تمرکز کوي او موخه یې د جنګي الوتکو د اوږدمهاله جنګي چمتووالي ډاډ ترلاسه کول دي.

ملاتړیزه هوکړه د الوتکو د پیرلو له لویې معاملې وروسته کیږي
دا وروستی تړون له هغې پراخې ۸ میلیارډ پونډه (۱۰.۷ میلیارډ ډالره) هوکړې وروسته کیږي چې تېر کال د تورکیې له خوا د ۲۰ تایفون الوتکو او د هغو د اړوندو تجهیزاتو او مهماتو د ترلاسه کولو لپاره لاسلیک شوې وه.

چارواکو وویل چې د دغه پروګرام اړوند د پیرلو یو جلا قرارداد لا دمخه په اکتوبر کې بشپړ شوی و، چې د اوسنۍ ساتنې پر محور ولاړې هوکړې لپاره یې لاره هواره کړه.

ستراتیژیک شراکت مخ په وړاندې روان دی
د کتنې پر مهال ګولر او هیلي د دفاعي همکاریو د لا پراختیا په اړه هم خبرې وکړې او دواړو لورو په راتلونکو کلونو کې د نظامي همکاریو د ژورولو په اړه خپله ژمنه څرګنده کړه.

بریتانیا، چې د یوروفایټر کنسورشیم (Eurofighter consortium) یو مهم شریک دی، د دې معاملې په ترلاسه کولو کې د تورکیې یو له قوي ملاتړ کوونکو څخه و. دا هوکړه له میاشتو مذاکراتو او په ۲۰۲۴ کال کې د الوتکو پر پلورلو د جرمني د ویټو (مخالفت) له لیرې کېدو وروسته ممکنه شوه.

 

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»