په پنسلوانیا کې د زړو خلکو د پالنې په مرکز کې په  چاودنه کې دوه تنه وژل شوي، نور لادرکه دي

د پنسلوانیا د  والي په وینا، دا پیښه ممکن د ګازو د نللیکې  د چاودنې په نتیجه کې شوي وي چې  ددې  مرکز یوه برخه نړېدلې ده.

By
Gas explosion causes partial building collapse at the Silver Lake nursing home in Bristol / Reuters

په پنسلوانیا کې د زړو خلکو د پالنې په مرکز کې په  چاودنه کې دوه تنه وژل شوي، نور لادرکه دي

د پنسلوانیا د  والي په وینا، دا پیښه ممکن د ګازو د نللیکې  د چاودنې په نتیجه کې شوي وي چې  ددې  مرکز یوه برخه نړېدلې ده.

د پنسلوانیا والي وویل، د دغه ایالت په ختیځ کې د زړو خلکو د پالنې په مرکز کې د یوې "ناوریني" چاودنې وروسته چې یوه برخه یې ویجاړه شوې، لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او څو نور لادرکه دي.

د فلاډیلفیا په شمال کې د بکس کاونټي چارواکو وویل، د ګازو لیکېدل ممکن د سلور لیک د زړو خلکو د پالنې په مرکز کې د چاودنې لامل شوي وي، چې له امله یې یوه برخه نړېدلې او اوسیدونکي یې په سوځېدلې ودانۍ کې بند پاتې شوي دي.

والي جاش شاپیرو یوه خبري کنفرانس ته وویل: "دم ګړۍ لږ تر لږه دوه تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او موږ پوهیږو چې یو شمیر کسان لا هم لادرکه دي."

شاپیرو د لومړنیو مرستندویانو د چټک غبرګون ستاینه وکړه او ویې ویل چې اور وژونکي "په حقیقت کې په زینو ختل او په دې مرکز بند پاتي کسان ژغورل.

د بریسټول ښارګوټي د اور وژنې مشر کیون ډیپولیټو وویل کله چې کارکوونکي صحنې ته ورسېدل "د ګازو دروند بوی" یې احساس کړ.

ډیپولیټو وویل: "کله چې چاودنه وشوه، د ودانۍ یوه لویه برخه ونړېده، چې د لومړي پوړ ځینې برخې یې بیسمینټ ته ولوېدې او خلک پکې بند پاتې شول."

هغه زیاته کړه چې اور وژونکو اوسیدونکي له کړکیو، دروازو، زینو او د لفټ له شافټونو څخه وژغورل.

ډیپولیټو وویل چې پنځه کسان لا هم لادرکه دي، او ټینګار یې وکړ چې دا شمیره لومړنۍ ده.

هغه وویل: "موږ لا هم د ژغورنې په حالت کې یو تر هغه چې پوه شو چې ودانۍ پاکه ده."

شاپیرو وویل چې د نرسنګ کور د روانې میاشتې په پیل کې نوي مالکین درلودل، او زیاته یې کړه چې د روغتیا دولتي پلټونکو د ډیسمبر په ۱۰ مه له دې مرکز څخه لیدنه کړې وه او د عملیاتي معیارونو د نوي کولو لپاره یې د یوه پلان د جوړولو په موخه له کارکوونکو سره کتلي وو.