اسرائیلي غاصبینو په لویدیځه غاړه کې د جومات د ښځو برخه وسوځوله
اسرائیلي غاصبینو په لویدیځه غاړه کې د جومات د ښځو برخه وسوځوله
اسرائیلي غاصبینو په لویدیځه غاړه کې د جومات د ښځو برخه وسوځوله
غیرقانوني اسرائیلي مېشت ځایونو اوسیدونکو  په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د یوه جومات د ښځو د لمانځه تالار وسوځاوه

غیرقانوني مېشت ځایونو اوسیدونکو د لویدیځې غاړې په مرکزي برخه کې د یوه جومات د ښځو د لمانځه ځای ته اور واچاوه او پر دېوالونو یې په عبراني ژبه شعارونه ولیکل.

سیمه ییزو سرچینو "انادولو" خبري اژانس ته ویلي چې غیرقانوني اسرائیلي مېشت ځایونو اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ وختي د اشغال شوې لویدیځې غاړې په مرکزي برخه کې د "جلیلیه" (Jiljilya) کلي د یوه جومات د ښځو د لمانځه تالار ته اور واچاوه او پر دېوالونو یې په عبراني ژبه شعارونه ولیکل.

د سرچینو په وینا، د غیرې قانوني اسرائیلي مېشت ځایونو اوسیدونکو یوې ډلې د سهار وختي پر مهال پر کلي برید وکړ او جومات ته یې اور واچاوه. دغه اور د ښځو د لمانځه ځای په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د جومات بهرنۍ برخې ته یې هم زیان اړولی دی.

ویل کیږي چې په جلیلیه کلي کې پدې وروستیو کې د  غیرې قانوني اسرائیلي مېشت ځایونو اوسیدونکو بریدونه زیات شوي دي. تېره میاشت هم د غیرې قانوني اسرائیلي مېشت ځایونو اوسیدونکو پر دغه کلي برید کړی و او له فلسطیني اوسېدونکو څخه یې د پسونو یوه رمه غلا کړې وه.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې د جګړې له پیل راهیسې، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځ او غیرقانوني مېشت ځایونو د اوسیدونکو لخوا پر فلسطینیانو او د هغوی پر مالونو بریدونه خورا زیات شوي دي. په دې بریدونو کې قصدي اور اچول، د ځمکو غصب او کروندګرو ته خپلو ځمکو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول شامل دي، په ځانګړې توګه هغه سیمې چې د اسرائیلي مېشت ځایونو ته نږدې پرتې دي.

د رسمي فلسطیني شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له امله ۱۱۶۹ فلسطینیان وژل شوي، ۱۲۶۶۶ ټپیان شوي، شاوخوا ۲۳۰۰۰ کسان نیول شوي او ۳۳۰۰۰ نور بې ځایه شوي دي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ