نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د سیډني ساحل په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شول.
د اسټرالیا د نیو ساوت ویلزایالت په سیډني ښار کې د بونډي په ساحل کې د یو وسله وال برید وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپیان په روغتون کې دي.
د سیډني ساحل په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شول.
د سیډني ساحل په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شول. / Reuters

د سیډني ساحل په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شول.

د پولیسو چارواکي وايي یو شکمن کس وژل شوی، او بل په نازک حالت کې دی.

د اسټرالیا د نیو ساوت ویلزایالت په سیډني ښار کې د بونډي په ساحل کې د یو وسله وال برید وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپیان په روغتون کې دي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي: "نور معلومات به ډیر ژر شریک شي."

د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمیشنر مېل لینیون دا ډله ییزه وژنه "یوه ترهګریزه پېښه" وبلله. د دغه ایالت لومړي وزیر کریس مینز وویل چې دا برید "د یهودي ټولنې د په نښه کولو لپاره طرحه شوی و."

د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، "یو سړی چې ګمان کیږي یو له بریدګرو څخه و" د وژل شویو په ډله کې دی. دویم شکمن بریدګر په روغتون کې په نازک حالت کې دی. په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "په سیمه کې یو شمېر شکمن توکي موندل شوي چې د متخصصینو لخوا تر څېړنې لاندې دي، او سیمه کې څیړنې دوام لري."

اعلامیه زیاتوي: "د جرم یوه پراخه صحنه جوړه شوې، او اوس څېړنې روانې دي. په سیډني کې د دې پېښې سره د تړاو په اړه د کومې بلې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ