نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
د امریکا حکومت په یوه حقوقي بریفینګ کې افشا کړې چې د ایلن ماسک د مصنوعي ځیرکتیا وسیله 'ګروک' پر ایران په بریدونو کې کارول شوې ده.
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه حقوقي سند کې راغلي چې د xAI شرکت 'ګروک' ماډل د 'پروژې میوین'  لاندې د پنټاګون د هدف ټاکلو له عملیاتو سره مرسته کړې، چې دا مصنوعي ځیرکتیا د ایراني هدفونو پر وړاندې د امریکا له چټکو پوځي بریدونو سره تړي.

د امریکا حکومت په یوه حقوقي بریفینګ کې افشا کړې چې د ایلن ماسک د مصنوعي ځیرکتیا وسیله 'ګروک' پر ایران په بریدونو کې کارول شوې ده.

د جون د ۱۵مې نېټې دا حقوقي لنډیز د هغو ګازي توربینونو دفاع کوي چې د تریلیونر ایلن ماسک د xAI شرکت پورې اړوند یو لوی ډېټا سنټر (معلوماتي مرکز) کې کارول کیږي، کوم چې د چاپیریال ساتنې په اړه د یوې دعوې هدف ګرځېدلي دي.

په دې لنډیز کې، چې د سه شنبې په ورځ AFP خبري اژانس لیدلی، د امریکا د عدلیې وزارت استدلال کړی چې دا دعوه "د مصنوعي ځیرکتیا د نوښت لپاره د بریښنا رسولو په بندولو سره د امریکا ملي، اقتصادي او انرژي امنیت ګواښي، ځکه چې دا نوښت د جګړې وزارت له پوځي عملیاتو ملاتړ کوي."

د دې استدلال د پیاوړتیا لپاره، فدرالي څارنوالانو د پنټاګون د مصنوعي ذهانت د مشر، کامرون سټینلي، شهادت وړاندې کړ چې په هغه کې نوموړي تر لوړې لاندې ویلي چې ګروک لا دمخه په 'پروژه میوین' کې کارول کیږي؛ دا د امریکا د پوځ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د هدف ټاکلو پروګرام دی چې په پیل کې د انتروپیک (Anthropic) شرکت د 'کلاډ' (Claude) ماډل لخوا اداره کېده.

د سټینلي په وینا کې راغلي چې د دې پروژې د میوین سمارټ سیسټمونو  "امریکايي ځواکونو ته دا توان ورکړ چې د 'ایپیک فیوري'عملیاتو په ترڅ کې په ۹۶ ساعتونو کې پر ۲۰۰۰ ځانګړو هدفونو باندې له ۲۰۰۰ څخه ډېر مهمات وکاروي."

سټینلي د ماسک د ټکنالوژۍ او "د عملیاتي موثریت د پام وړ زیاتوالي ستاینه وکړه چې د ګروک د دولتي ماډل  له امله ممکن شوی دی."

NAACP، چې د تور پوستو امریکایانو د حقونو د دفاع یو سازمان دی، پر xAI دعوه کړې او تور یې پرې پورې کړی چې لسګونه توربینونه له جواز پرته چلوي چې دا د 'پاکې هوا قانون' څخه سرغړونه ده. دغه سازمان وایي چې دا توربینونه هغه سیمې ککړوي چې ډېری اوسېدونکي یې تور پوستي دي، خو xAI وایي چې دا توربینونه موقتي او د لېږد وړ دي، نو ځکه د مقرراتو تابع نه دي.

د فبرورۍ په پای کې، حکومت له انتروپیک شرکت سره خپل قراردادونه وروسته له هغه لغوه کړل چې دغه شرکت اجازه ورنکړه چې وسیلې یې د بشپړ خپلکارو (اتومات) بریدونو یا د امریکایانو د ډله ییزې څارنې لپاره وکارول شي. له دې وروسته پنټاګون د انتروپیک سیالانو لکه ګوګل، OpenAI او xAI ته مخه کړه ترڅو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ګوګل کې، تر ۶۰۰ ډېرو کارمندانو له شرکت څخه وغوښتل چې د محرمو عملیاتو لپاره پوځ ته مصنوعي ځیرکتیا چمتو نه کړي. نورو بیا د مصنوعي ځیرکتیا د ګواښونو په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.

مصنوعي ځیرکتیا ته د امریکا د پوځ لېږد وخت نیسي، او په مارچ کې حکومت دا ومنله چې 'کلاډ' لا هم د ایران په جګړه کې کارول کیده.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد، ایلن ماسک په فبروري میاشت کې xAI شرکت د خپل فضا لټونې شرکت SpaceX سره یوځای کړ، چې د جون په ۱۲مه یې په تاریخ کې تر ټولو لویه عامه ونډه (IPO) وړاندې کړه.

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.