نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې پر پلازمینه مسکو د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مسکو د سیمې والي د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د پلازمېنې شاوخوا سیمو باندې د یوه "پراخ" بریدونو په لړ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو درې کسان وژلي دي.
د روسیې پر پلازمینه مسکو د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې پر پلازمینه مسکو د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. / Reuters


د ویلو ده چې دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین ولسمشر زېلینسکي پر کییف د روسیې په بریدونو چې له امله يي ۲۴ کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو ، د نورو غچ اخیستونکو بریدونو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د مسکو د سیمې والي د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د پلازمېنې شاوخوا سیمو باندې د یوه "پراخ" بریدونو په لړ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو درې کسان وژلي دي.

والي اندري ووروبیوف پر ټیلیګرام ولیکل: "د ملکي وګړو په یو کور د بې پیلوټه الوتکې د لګېدو په پایله کې یوه ښځه ووژل شوه. یو بل کس تر کنډوالو لاندې بند پاتې دی." همداشان پدې برید کې دوه تنه نورو نارینو هم ژوند د لاسه ورکړی وو.

هغه وویل: "د سهار له درېیو بجو راهیسې، د هوايي دفاع ځواکونه د پلازمېنې پر سیمه د بې پیلوټه الوتکو یو پراخ برید پر دفع کولو پیل کړی دی." هغه زیاته کړه چې څلور کسان ټپیان شوي او بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي.

د بله پلوه چارواکیو ویلي دي چې روسیې هوايي دفاع سیسټمونو د شپې له خوا لږ تر لږه ۷۴ ډرونونه شنډ کړي، چې ۱۲ کسان یې ټپیان کړي دي.

ښاروال سرګي سوبیانین پر ټیلیګرام لیکلي "په هغو ځایونو کې چې د ډرونونو ټوټې غورځېدلې، لږ زیان اوښتی دی."

هغه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۱۲۰ ډرونونه شنډ شوي دي.

مسکو او کییف د بندیانو له تبادلې او د سه‌شنبې په ورځ د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بریدونه بیا پیل کړي دي.

چارواکو د دغو ډرونونو سرچینه نه ده مشخصه کړې، خو اوکراین له څلورو کلونو راهیسې د روسیې د پوځ د ورځنیو بمباریو په ځواب کې، په منظمه توګه د روسیې په خاوره کې بریدونه کوي او وايي چې هم پوځي او هم د انرژۍ مرکزونه په نښه کوي.

که څه هم د پلازمېنې سیمه ډېری وخت د ډرون بریدونو هدف ګرځي، خو خپله د مسکو ښار لږ په نښه کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ  پر روسیې یوه ورځ وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه وکړل چې له امله يي ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی د لا زیاتو غچ اخیستونکو بریدونو ژمنه وکړه .

وپلټۍ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
اسرائیلو د اوربند سربيره په سویلي لبنان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې روغتیايي کارکوونکی وواژه
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران ډرون برید د کویټ نړیوال هوايي ډګر ته زیان اړولی؛ څو کسان یې ټپیان کړي او الوتنې یې ځنډولې دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سوداګرۍ او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اندونیزیا ته ورسید
د روسیې تر ولکې لاندې دونیتڅک کې پر یو بس د اوکراین په ډرون برید کې ۷ کسان ووژل شول
روبیو: د نتنیاهو لخوا د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو پلان د ټرمپ له پلان سره په ټکر کې دی