نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د غزې د لوږې بحران 'وحشتناک' وباله خو د اسرائیلو د محاصرې یادونه یې ونه کړه
ټرمپ په غزه کې، چې د اسرائیلو تر کلابندۍ لاندې ده، د بشري ناورین د زیاتېدو اعتراف وکړ، د بله پلوه امریکايي چارواکي چمتو کېږي هغه د اسرئیلي‌ ادارې تر کنټرول لاندې د خوراکي توکو ځایونه وڅېړي، چیرې چې تل‌ ابیب تر اوسه له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي
ټرمپ د غزې د لوږې بحران 'وحشتناک' وباله خو د اسرائیلو د محاصرې یادونه یې ونه کړه
/ AP

ټرمپ د غزې د لوږې بحران 'وحشتناک' وباله خو د اسرائیلو د محاصرې یادونه یې ونه کړه

د امریکا ولسمشر په غزه کې، چې د اسرائیلو تر کلابندۍ لاندې ده، د بشري ناورین د زیاتېدو اعتراف وکړ، په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي چمتو کېږي هغه د اسرئیلي‌ ادارې تر کنټرول لاندې د خوراکي توکو ځایونه وڅېړي، چیرې چې تل‌ ابیب تر اوسه له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې د فلسطینیانو له سختې لوږې سره مخ وضعیت تایید کړی، او د لوږې روان بحران یې "وحشتناک" بللی، چې د اسرائیلو دوامداره کلابندۍ او د بشري مرستو محدودولو له امله رامنځته شوی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دا وحشتناکه ده، هلته څه روان دي، ډېر ویروونکي  دي. هو، دا یوه ډارونکی  خبره ده. خلک ډېر وږې دي ." "دا یوه بده وضعه ده."

خو ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو یادونه ونه کړه — هغه هیواد چې د مرستو د وېش مرکزونو ته نږدې د مرستو کتارونو کې تر ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژلي دي.

د ټرمپ څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د هغه ځانګړی استازی سټیو وېټکوف او په اسرائیلو کې د امریکا سفیر، مایک هېکبي، چمتو کېږي چې غزې ته سفر وکړي تر څو د اسرائیلي ادارې تر کنټرول لاندې د GHF مرستو وېش لانجمن مرکزونه وڅېړي او د مرستو نوې تګلاره همغږې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل: "دوی به غزې ته سفر وکړي تر څو اوسني د مرستو وېش ځایونه وڅېړي، د خوړو د لا زیاتو مرستو د رسولو لپاره یوه طرحه یقیني کړي او له ځايي غزې خلکو سره وګوري تر څو له هغوی نه د حالاتو په اړه مستقیم معلومات تر لاسه کړي".

لیوېټ دا نه ده څرګنده کړې چې امریکايي چارواکي به له کومو "ځايي غزې خلکو" سره وویني.

د لیویټ په وینا، دا سفر په تل ابیب کې د ویټکوف، هېکبي او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د "ډیرې ګټورې" غونډې وروسته ترسره کیږي.

هغې زیاته کړه چې دا دوه استازي به له راستنېدو سره سم ولسمشر ته راپور ورکړي، څو د مرستو د رسولو طرحه وروستۍ کړي. 

دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې په غزه کې د لوږې بحران په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. اسرائیل د مارچ له ۲مې راهیسې نږدې بشپړ کلابند پلي کړی، او سره له دې چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو بېړنۍ غوښتنې کړې، د مرستو ټول کاروانونه یې درولي دي.

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي