منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
د فلسطیني چارواکو په وینا، په غزه کې پر یو کور د اسرائیلو په برید کې یوه مور، پلار او څلور ماشومان وژل شوي دي. دا برید په داسې حال کې شوی چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې له شوي اوربند سره سره لا هم د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د "وفا"  رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د سه شنبې په سهار د روان اوربند سره سره اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د یوې کورنۍ پر کور بمباري وکړه چې له امله یې د یوې فلسطینۍ کورنۍ ټول شپږ غړي ووژل شول.

دغه کسان په "الثلاثیني" سړک کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په پایله کې وژل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لسمې راهیسې پلی شوی و.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې وویل چې د دوی ټیمونو په پیل کې د "السامر" په سیمه کې پر یوه اپارتمان د اسرائیلو له برید وروسته د یوې مور او د هغې د څلورو ماشومانو جسدونه ترلاسه کړل. یوه روغتیايي چارواکي وویل چې په دغه برید کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه له ۶ څخه تر ۱۳ کلونو پورې وو. د قربانیانو جسدونه په داسې حال کې د "الشفا" روغتون ته ورسول شول چې سوځېدلي وو.

وروسته تایید شوه چې د ماشومانو پلار هم په همدې برید کې وژل شوی دی. د غزې ملکي دفاع ادارې وویل چې ټیمونو یې د اسرائیلو له برید وروسته د دغې کورنۍ په کور کې لګېدلې لویه اور لګېدنه مړه کړې ده.

همدارنګه، اسرائیلي توپخانې د غزې د "زیتون" سیمې په سویل ختیځو برخو بریدونه کړي او نږدې مېشتو پوځي وسایطو هم درنې ډزې کړې دي. د عیني شاهدانو په وینا، په مرکزي غزه کې اسرائیلي پوځي وسایط له یوه بلدوزر سره د "دیر البلح" په ختیځ کې د "ابو غراب" سیمې ته ۱۰۰ متره داخل شول، درنې ډزې یې وکړې او ودانۍ یې ونړولې، چې بیا له څو ساعتونو وروسته بېرته ووتل.

اسرائیلي پوځ اوسمهال د دغې کلابندې شوې سیمې له ۷۰ سلنې څخه زیاته برخه تر خپل اشغال لاندې لري.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند سربېره اسرائیلي پوځ په غزه کې خپلو ورځنیو بریدونو ته دوام ورکړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱,۱۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۳,۷۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې راهیسې، کله چې د اسرائیلو نسل وژنه پیل شوې، نږدې ۷۳,۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۴,۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، پداسې حال کې چې د غزې ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ