تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
هاکان فیدان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریزې ډلې  د کودتا هڅه د "ولسمشر رجب طیب اردوغان د هوډمنې مشرۍ، د ملت د بې ساري زړورتیا او د دولت د ټینګ عزم" له امله شنډه شوه.
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
هاکان فیدان

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د پردو پالو (استبدادي) ځواکونو یا ترهګریزو سازمانونو په وړاندې تسلیم نشي.

فیدان د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې وویل چې د جولای ۱۵مه هغه ورځ وه چې تورکیې نړۍ ته اعلان کړه چې د دوی ملي اراده به "هیڅ کوم پردي پال ځواک، خاینې شبکې، یا تورې دسیسې" ته سر ټیټ نه کړي.

هغه وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریزې ډلې  د کودتا هڅه د "ولسمشر رجب طیب اردوغان د هوډمنې مشرۍ، د ملت د بې ساري زړورتیا او د دولت د ټینګ عزم" له امله شنډه شوه.

فیدان وویل هغو کسانو چې باور یې درلود ټانکونه، وسلې او ګواښونه به د تورکیې ولس غلی کړي، د هغو ملیونونو خلکو له خوا ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ شو چې د هیواد دفاع لپاره واټونو ته راوتلي وو. هغه زیاته کړه: "هغه شپه چې د یووالي او پیوستون کومه روحیه وښودل شوه، د تورکیې په وړاندې یې (د دښمنانو) ټولې محاسبې له خاورو سره خاورې کړې."

نوموړي همداراز وویل چې د تورکیې د امنیت، خپلواکۍ او عامه امنیت په وړاندې د ګواښونو پر ضد مبارزه په هیواد کې دننه او بهر په ورته هوډ سره دوام لري. فیدان ټینګار وکړ: "موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې دغه خاین ترهګریز سازمان په کوم بل هیواد، اداره یا جوړښت کې خوندي پناه ځای ومومي."

د بهرنیو چارو وزیر د کودتا د هڅې پر مهال د شهیدانو یادونه وکړه، له غازیانو یې مننه وکړه او ټول ملت ته یې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې مبارکي وویله.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی