نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وایي چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې "لغوه شوي"
ټرمپ پر کاناډا تور لګوي چې د تعرفو پر ضد په یوه تبلیغاتي کمپاین کې یې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن خبرې په ناسم ډول نقل کړې دي.
ټرمپ وایي چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې  "لغوه شوي"
ټرمپ وایي چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې "لغوه شوي" / AP Archive

ټرمپ وايي له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې 'پای ته ورسېدې

ټرمپ پر کاناډا تور لګوي چې د تعرفو پر ضد په یوه تبلیغاتي کمپاین کې یې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن خبرې په ناسم ډول نقل کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې سمدستي پای ته رسوي او پر هغوی یې تور لګولی، چې د تعرفو پر ضد په یوه تبلیغاتي کمپاین کې یې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن خبرې په غلطه توګه راخیستې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټروت ټولنیزه شبکه کې وویل: "د دوی د ناوړه چلند پر بنسټ، له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې اترې په دې توګه پای ته رسول کېږي."

"د رونالډ ریګن بنسټ همدا اوس اعلان وکړ چې کاناډا په درغلي سره یو اعلان کارولی، چې جعلي دی، او په هغه کې رونالډ ریګن د تعرفو په اړه منفي خبرې کوي."

د شمالي امریکا د ګاونډیانو ترمنځ په اړیکو کې دا وروستی غیر معمولي بدلون یوازې دوه اونۍ وروسته له هغه راځي چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وکتل ترڅو د امریکا د سختو تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.

د رونالډ ریګن بنسټ په اېکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې د کاناډا د اونټاریو ایالت حکومت د ۱۹۸۷ کال په اپریل میاشت کې د سوداګرۍ په اړه د ریګن د یوې راډیویي وینا "غږ او ویډیو په انتخابي ډول" کارولې ده.

بنسټ ویلي چې دغه اعلان د جمهوري غوښتونکي پخواني اداکار وینا "په ناسم ډول وړاندې کوي" او زیاته یې کړه چې "په دې اړه پر خپلو قانوني اختیارونو غور کوي."

وپلټۍ
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
یوناني رسنۍ: د تورکیې ستر ځواک له پامه غورځولی نشو.
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.