ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
په چین کې د نړۍ لومړۍ د روبوټونو فوټبال لوبه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته ترسره کېږي
د نړۍ د انسان‌ شکل روبوټونو لوبو د يو نوي بڼې سره پيل وکړ، چې پکې روبوټونه د انسان له کنټرول پرته ټکل وهي، پاسونه ورکوي او په ګول ویشتنه کې برخه اخلي، په داسې حال کې چې له ۵۰۰ زيات ماشينونه په ۲۶ بېلابېلو سپورتي څانګو کې سيالي کوي.
په چین کې د نړۍ لومړۍ د روبوټونو فوټبال لوبه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته ترسره کېږي
/ AP

په چین کې د نړۍ لومړۍ د روبوټونو فوټبال لوبه د مصنوعي زيرکتيا په مرسته ترسره کېږي

د نړۍ د انسان‌ شکل روبوټونو لوبو د يو نوي بڼې سره پيل وکړ، چې پکې روبوټونه د انسان له کنټرول پرته ټکل وهي، پاسونه ورکوي او په ګول ویشتنه کې برخه اخلي، په داسې حال کې چې له ۵۰۰ زيات ماشينونه په ۲۶ بېلابېلو سپورتي څانګو کې سيالي کوي.

د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د راپور له مخې، د مصنوعي زيرکتيا پر مټ سمبال انسان ‌شکل روبوټونو د نړۍ لومړۍ بشپړه خپلواکه ۵ پر ۵ فوټبال لوبه د انسان ‌شکل روبوټونو د نړيوالو لوبو د مقدماتي پړاو پر مهال په بېجينګ کې ترسره کړه.

تېرې لوبې يوازې د ۳ پر ۳ بڼې پورې محدودې وې. په نوي بڼه کې، هرې لوبډلې دوه فارورډونه، دوه مدافعین او یو ګول کیپر ځای پر ځای کړل. روبوټونه د پيل پر مهال په خپله په ډګر کې ځای پر ځای شول او بيا يې د انسان له کنټرول پرته ټکل کول، پاسونه يې ورکول او په ګول وهلو يې پيل وکړ.

ځينې روبوټونه د ټکر پر مهال ولوېدل، خو ژر يې ځان راټول کړ او لوبې ته يې دوام ورکړ. د هر ګول پر مهال نندارچيانو چکچکې کولې. لوبې ۴۰ دقیقې دوام وکړ، د ۱۰ دقیقو وقفې سره په دوه او ۱۵ دقیقو نیمایي ویشل شوې وه.

د سيالۍ د قوانينو کتاب شاوخوا ۷۰ مخونه لري. که څه هم دا د انسان د فوټبال له اصولو سره ورته والی لري، خو پکې زيات فزيکي تماس ته اجازه ورکول کېږي او ځينې ځانګړي بدلونونه د روبوټونو لپاره په پام کې نيول شوي دي. د بېلګې په توګه، له آزاد ګوزار وروسته مخالف ټيم بايد ۱۰ ثانيې انتظار وباسي تر څو مصنوعي ځيرکتيا د لوبې پلان تطبيق کړي.

د انسان‌ شکل روبوټونو نړيوالې لوبې د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې پيل شوې او درې ورځې به دوام وکړي. په دغو لوبو کې له ۱۶ هېوادونو څخه ۲۸۰ ټيمونه او له ۵۰۰ زيات روبوټونه برخه اخلي. ټول ټال ۵۳۸ سيالۍ د ۲۶ بېلابېلو سپورتي څانګو لکه فوټبال، اتلیټکس او جمناستيک په برخه کې ترسره کېږي.

دغه لوبې د چين د لومړۍ مصنوعي زيرکتيا روبوټ فوټبال لوبې وروسته ترسره کېږي چې د جون په ۲۷مه په بېجينګ کې د ۳ پر ۳ ټيمونو تر منځ ترسره شوې وه.

وپلټۍ
ولې د تورکیې "کآن" (KAAN) جنګي الوتکه کولی شي په اسیا کې د هوايي ځواک معادله بدله کړي؟
د تورکیې او ایټالیا د بې پیلوټه الوتکو  ملګرتیا د تولید لومړي پړاو ته نږدې شوې ده
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
تورکي شرکتونو د فولادي ګنبد دفاعي سیسټم د ملاتړ لپاره د ۶.۵ ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل
تورکي دفاعي شرکتونه په طبیعي پیښو کې د کارونې لپاره ژوند ژغورونکي ډرونونه جوړوي
د تورکیې "قزل ایلما" بې پیلوټه جنګۍ الوتکې په مجازي ازموینه کې F-16 وویشتله
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید
له توکیو څخه تر نیویارک پورې په ۶۰ دقیقو کې د سفر امکان
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
(اوپن اې آی) په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د لویو هڅو په منځ کې د یو ګیګاواټ ډیټا مرکز جوړوي