ښي اړخې کاندیدې لورا فرناندیز د کوسټاریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

ښي اړخې کاندیدې لورا فرناندیز د کوسټاریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په پراخ اکثریت وګټلې. هغې ژمنه کړې چې د کوکاین له قاچاق سره د تړلي تاوتریخوالي په وړاندې به سخت اقدامات وکړي.

By
ښي اړخې کاندیدې لورا فرناندیز د کوسټاریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې / Reuters

که څه هم  د ټاکنو چارواکو لا په رسمي ډول فرناندیز د ۲۰۲۶ کال د عمومي ټاکنو ګټونکې نه ده اعلان کړې، خو ځینو لا دمخه د دې محافظه کارې کاندیدې د پریکنده بریا لمانځنه پیل کړې ده.

ښي اړخې کاندیدې لورا فرناندیز د کوسټاریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په پراخ اکثریت وګټلې. هغې ژمنه کړې چې د کوکاین له قاچاق سره د تړلي تاوتریخوالي په وړاندې به سخت اقدامات وکړي.

د رایو د ۸۸.۴۳ سلنې شمېرلو وروسته، فرناندیز ډیلګاډو د ۴۸.۵۱ سلنه رایو (چې تر یو ملیون ډېرې رایې کېږي) په ترلاسه کولو سره د لیست په سر کې ده. د قانون له مخې د ۴۰ سلنه رایو په پوره کولو سره، فرناندیز په لومړي پړاو کې د بریا ګټونکې اعلانېږي.

کیڼ اړخی سیال الوارو راموس په ۳۳.۳۲ سلنه رایو سره دویم مقام لري، په داسې حال کې چې لیبرال ګوند ۷۵۰،۵۸۵ رایې ترلاسه کړې دي. په دې سیالۍ کې شلو کاندیدانو برخه اخیستې وه، خو د فرناندیز او راموس پرته هیڅ بل کاندید تر ۵ سلنې زیاتې رایې نه دي ګټلې.

د بوکیلي ماډل پیروي

ګاونډیو او متحدینو، لکه د السلوادور ولسمشر نایب بوکیلي، فرناندیز ته د بریا مبارکي ورکړې ده. فرناندیز ویلي چې غواړي خپله امنیتي تګلاره د بوکیلي په څېر جوړه کړي. بوکیلي پر خپله ایکس (X) پاڼه لیکلي: "ما همدا اوس په ټلیفون د کوسټاریکا نوي ټاکل شوې ولسمشرې لورا فرناندیز ته مبارکي ورکړه."

کوسټاریکا والو د ملي اسمبلۍ د ۵۷ څوکیو لپاره هم رایه ورکړې ده. تمه کېږي چې د اوسني ولسمشر چاوس ګوند به ډېرې څوکۍ وګټي، خو د اساسي قانون د بدلون لپاره اړین اکثریت به ترلاسه نه کړي.

امنیتي تګلاره:

فرناندیز، چې د سیاسي علومو پوهه ده، ژمنه کړې چې د السلوادور د ترهګرۍ د مخنیوي مرکز په څېر به یو لوی او خوندي زندان جوړ کړي او په ناامنه سیمو کې به اضطراري حالت اعلان کړي.

که څه هم د بوکیلي ماډل په السلوادور کې جرمونه ډېر کم کړي، خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د دې ماډل کاپي کول ښايي د بې ګناه خلکو د نیولو او د مدني ازادیو د تر پښو لاندې کولو لامل شي.