تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه به په غزه کې د روانو حالاتو په اړه د حقیقت ویلو ته دوام ورکړي: اردوغان
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د روانو پېښو په اړه د حقیقت ویلو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې "عدالت تامین شي" د خپل هېواد پر هوډ ټینګار کړی دی.
تورکیه به په غزه کې د روانو حالاتو په اړه د حقیقت ویلو ته دوام ورکړي: اردوغان
تورکیه به په غزه کې د روانو حالاتو په اړه د حقیقت ویلو ته دوام ورکړي: اردوغان / AA

تورکیه به په غزه کې د روانو حالاتو په اړه د حقیقت ویلو ته دوام ورکړي: اردوغان

د تورکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان وویل چې انقره د فلسطین له خلکو سره په کلکه ولاړه ده او په دې هوډ کې چې عدالت تامین شي، نه تسلیمېږي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د روانو پېښو په اړه د حقیقت ویلو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې "عدالت تامین شي" د خپل هېواد پر هوډ ټینګار کړی دی.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د کلتور او هنر د جایزو په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل: "تورکیه به په هر ډګر کې په کلکه مبارزې ته دوام ورکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په غزه کې روانې پېښې هېرې نه شي او عدالت تامین شي."

هغه زیاته کړه: "د حقیقت ویلو ته د یوه ژمن هېواد او حکومت په توګه، ترکیه د فلسطین له خلکو سره 'پر خپل دریځ ټینګه او نه تسلیمېدونکې' ولاړه ده."

'زړورې' رسنۍ

اردوغان دغه راز په غزه کې د روانو پېښو د حقیقت په خپرولو کې د تورکیې د رسنیو 'زړور' دریځ وستایه.

د تورکیې مشر وویل: "د غزې د نسل وژنې په وړاندې، د تورکیې رسنیو، په ځانګړي ډول د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي )او انادولو  ملي خبري اژانس په رښتیا هم یو زړور دریځ غوره کړی دی."

د انادولو اژانس د انځورګر خبریال، علي جادالله، د ستاینې پر مهال اردوغان وویل: "هغه څه چې د هغه د کمرې له لارې ښودل کېږي، نه یوازې په غزه کې د عام وژنې وحشتناک اړخ په ډاګه کوي، بلکې د فلسطین د خلکو برحقه مقاومت هم د نړۍ پام ته راوړي."

هغه وویل: "زموږ ورور علي، چې په غزه کې یې وحشیانه نسل وژنه افشا کړه او تش په نامه متمدنه نړۍ یې له حقیقت سره مخ کړه، زموږ د انادولو اژانس لپاره د یوه انځورګر خبریال په توګه کار کوي."

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.