سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د سويلي کوريا پارلمان غړو د ولسمشر د نظامي حکومت اعلان رد کړ
ولسمشر د شپې ناوخته په يوه نا څاپي خپرونه کې اعلان وکړ چې د اساسي قانون ته د ګواښوونکي اپوزيسيون د مخنيوي لپاره يې نظامي حکومت اعلان کړی دی.
00:00
د سويلي کوريا پارلمان غړو د ولسمشر د نظامي حکومت اعلان رد کړ
د سويلي کوريا پارلمان غړو د ولسمشر د نظامي حکومت اعلان رد کړ / Reuters

د سويلي کوريا ولسمشر يون سوک-يول د شپې ناوخته په YTN تلويزيون کې په ژوندۍ بڼه په يوه حيرانوونکي پيغام کې د نظامي حکومت د اعلان خبر ورکړ. يون ددغې سخت ګام اخيستل اړين بللي او دغه پریکړه ېې د هېواد د آزادۍ او اساسي قانون د ساتنې لپاره کړې. ولسمشر یون مخالف ګوندونه د پارلماني بهير د ځنډولو په تور تورن کړل او ويې ويل چې د ګوندونو دغو کړنو هېواد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

يون په خپله وينا کې د حالت د بېړنيتوب په اړه ټينګار کړی او داسې يې ویلي: "زه د آزادې کوريا جمهوريت، د شمالي کوريا د کمونيستي ځواکونو له ګواښ څخه د ژغورلو، د خپلو خلکو آزادي او نېکمرغي لوټوونکو کمزورو شمالي کوريا پلوه ضد دولتي عناصرو د له منځه وړلو او د آزاد اساسي قانون نظام د ساتنې په موخه نظامي حکومت اعلانوم." خو هغه تر اوسه د نظامي حکومت تر اعلان لاندې د حکومت د پلان شويو ګامونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ولسمشر يون دغو څرګندونو  په ځانګړې توګه د ډيموکراټيک ګوند په نښه کړی، کوم چې اوس مهال په ملي شورا کې اکثريت لري. په دې اونۍ کې دغه ګوند د څو لوړ پوړو څارنوالانو د ګوښه کېدو وړانديز کړی او همدارنګه يې د حکومت د بوديجې وړانديز رد کړی دی . د يون په اند، دغو سياسي کړنو د هیواد بحراني حالت ته لا نوره لمن وهلې ده.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"