افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
د افغانستان حکومت د پاکستان پر خاوره کې د داعش پر مرکزونو د هوايي بریدونه د ترسره کولو نه خبر ورکړی خو، اسلام‌اباد بیا د بلوچستان په سویل کې د ۴ ډرون الوتکو د غورځولو ادعا کړې ده.
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د پاکستان په سرحدي صوبه بلوچستان کې د "سرانان" په ښارګوټي او دغه راز په خیبر پښتونخوا کې پر هغو مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې د دوی په وینا د داعش مرکزونه وو.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې ډرون الوتکې سمدستي لیدل شوې او له منځه وړل شوې دي. ایالتي چارواکو د ډرون برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په سرانان کې یوه بې پیلوټه الوتکه یوې دولتي مدرسې ته نږدې لیدل شوې ده. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

افغانستان جنګي جیټ الوتکې نه لري، خو د لندن مېشتې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ (IISS) د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه شپږ الوتکې او ۲۳ هلیکوپترې لري. د طالبانو ځواکونه د ډرون الوتکو درلودونکي هم بلل کېږي چې له پاکستان سره په نښتو کې یې کارولې دي.

پاکستان پر افغانستان تور پورې کوي چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي. خو افغانستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې چې پدې هیواد کې بریدونه کوي  د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان پر پوله د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي وو. اسلام‌اباد دغه بریدونه په خپله خاوره کې د "ترهګریزو بریدونو" په بدل کې غبرګون بللی و.

د بله پلوه په افغانستان کې د ملګروملتونو ماموریت دفتر هم تایید کړې ده چې د پاکستان لخوا په افغانستان په ترسره شوو وروستیو بریدونو کې ګڼشمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو پخوانیو متحدینو او اوسنیو رقیبانو ترمنځ شخړو سږ کال په سلګونو کسان وژلي دي او د چین په منځګړیتوب د کړکیچ د کمولو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی