نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) اعلان وکړ چې په ایران کې دننه یې پر څو نورو اهدافو اضافي بریدونه بشپړ کړي دي.
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام  وايي چې د ولسمشر ټرمپ د حکم پر بنسټ یې د ایران په ساحلي ښارونو بندر عباس، سیریک او میناب کې د دقیقو هوايي بریدونو نوې څپې بشپړې کړې دي.

د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) اعلان وکړ چې په ایران کې دننه یې پر څو نورو اهدافو اضافي بریدونه بشپړ کړي دي.

پوځ په یوه اعلامیه کې وویل: "د سنتکام ځواکونو په ټول ایران کې د ایران پر نظامي څارونکو وړتیاوو، مخابراتي سیسټمونو او د هوايي دفاع پر سایټونو بریدونه وکړل."

"د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو ، هوايي ځواک او سمندري بېړیو پر هغو ایراني اهدافو دقیق بریدونه کړي چې د امریکا ځواکونو او په سیمه ییزو اوبو کې نړیوالو سوداګریزو کښتیو ته یې ګواښ رامنځته کاوه."

دا بریدونه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه ترسره شول، وروسته له هغه وشول چې ایران د روانې اونۍ په پیل کې د هرمز تنګي په سر د امریکا د پوځ یوه اپاچي  هلیکوپټره راغورځولې وه.

سنتکام زیاته کړه: "دا بریدونه د ایران د بې ځایه او دوامداره تېري په ځواب کې دي. امریکایي ځواکونه بیداره، وژونکي او چمتو دي."

لويې چاودنې

تر دې وړاندې، امریکايي ځواکونو په ایران کې پر څو اهدافو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه ترڅو د هغه څه مخه ونیسي چې دوی یې "روانه دښمني" بولي.

د دولتي خبري اژانس "مهر" په وینا، د اعلان څخه لږ وروسته په بندر عباس او سیریک کې د نویو چاودنو راپورونه ورکړل شول، او د هرمزګان ولایت په سویل کې میناب ته نږدې بله چاودنه هم اورېدل شوې ده.

دا وروستي بمبارونه په سیمه کې د یوې ورځې دوامداره نظامي فعالیتونو وروسته ترسره شول. مهر راپور ورکړی چې د فارس ښار څخه بهر یو لړ چاودنې د هوايي دفاع سیسټمونو د فعالېدو پایله وه. د تهران په لوېدیځ کې هم د هوايي دفاع فعالیت اورېدل شوی، په داسې حال کې چې ځینې چاودنې له لیرې د کیش ټاپو ته نږدې تر غوږو شوې دي.

ټرمپ او هیګست د سختو بریدونو ژمنه کړې وه

د چهارشنبې په ورځ، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست خبرداری ورکړ چې واشنګټن به ډېر ژر په ایران کې "مهم تاسیسات" بمباري کړي.

هیګست په فلوریډا کې د امریکا د مرکزي قوماندانی له مرکزي دفتر څخه بهر وویل: "مرکزي قومانداني به نن شپه بوخته وي ځکه چې ولسمشر ټرمپ ویلي موږ به پر ایران سخت بریدونه وکړو، او موږ به یې وکړو." هغه زیاته کړه: "ایران چانس لري چې یوه ښه معامله وکړي... خو پر ځای یې، پر دوی به د امریکا لخوا په مهمو تاسیساتو باندې بمونه ورول شي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د کافي پرمختګ نه شتون له امله به امریکا پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي.

ټرمپ په بیضوي دفتر کې وویل: "موږ به پر هغوی بریدونه وکړو، ډېر سخت بریدونه به وکړو." هغه خبریالانو ته وویل چې د ایران لخوا د امریکا د اپاچي هلیکوپټرې راغورځول د دې کار لپاره لازم پلمه برابروي.

ټرمپ له تهران سره د روانو سوله ییزو خبرو اترو د سست رفتار له امله خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړه او ویې ویل: "ما له څو میاشتو راهیسې له ایران سره کار کړی دی. هغوی باید تړون لاسلیک کړي. دا یو ښه تړون دی. زه نه پوهیږم هغوی څه کوي."

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه