ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د ګوګل کارمندان: مصنوعي ځرکتیا د پنټاګون له محرمو چارو باید لرې وساتل شي
د ګوګل سلګونه کارمندانو له اجرائیوي رئیس څخه غوښتنه کړې چې مصنوعي ځیرکتیا د پنټاګون له محرمو کارونو لرې وساتي
د ګوګل کارمندان: مصنوعي ځرکتیا د پنټاګون له محرمو چارو باید لرې وساتل شي
د ګوګل کارمندان: مصنوعي ځرکتیا د پنټاګون له محرمو چارو باید لرې وساتل شي / Reuters

په سلګونو کارمندان خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه 'غلطۍ کوي' او خبرداری ورکوي چې پدې مرحله کې یوه ضعیفه پریکړه کولی شي د ګوګل شهرت او نړیوال موقف ته جدي زیان ورسوي.

د ګوګل په سلګونو کارمندانو د اجرائیوي رئیس سندر پیچای څخه غوښتنه کړې چې د شرکت مصنوعي ځیرکتیا وسایلو ته اجازه ورنکړي چې د پنټاګون لخوا په محرم ترتیباتو کې وکارول شي.

په یوه پرانیستي لیک کې، د مصنوعي ځیرکتیا په پروژو کې کارکوونکو اندېښنه څرګنده کړې چې د شرکت او د امریکا د دفاع وزارت ترمنځ روانې خبرې اترې د داسې ټکنالوژۍ د کارونې په اړه دي چې د "محرمو کارونو" لپاره مناسبه نه ده.

په لیک کې ویل شوي: "موږ احساس کوو چې زموږ د دې ټکنالوژۍ سره نږدېوالی موږ ته دا مسوولیت راکوي چې د هغې تر ټولو غیر اخلاقي او خطرناکو کارونې مخه ونیسو." او زیاته شوې: "له همدې امله موږ له تاسو غوښتنه کوو چې زموږ د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه د محرمو کارونو لپاره مه وړاندې کوئ."

کارکوونکو ویلي: "موږ غواړو چې مصنوعي ځیرکتیا د انسانیت لپاره ګټه ورسوي، نه دا چې په غیر انساني یا ډېر زیانمن ډول وکارول شي."

دوی د مصنوعي ځیرکتیا د جوړونکو په توګه ټینګار کړی چې دا سیستمونه "تېروتنې کوي."

په لیک کې د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي ناوړه کارونې بېلګې لکه د مرګوني خودمختاره وسلو جوړول او پراخ نظارت یادونه شوې.

همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې په دې پړاو کې یوه ناسمه پرېکړه کولی شي د ګوګل شهرت، سوداګرۍ او نړیوال موقف ته جدي زیان ورسوي.

د راپورونو له مخې، ګوګل د امریکا د دفاع وزارت سره د دې امکان په اړه خبرې کوي چې مصنوعي ځیرکتیا د محرمو کارونو لپاره وکاروي.

بل لور ته، د کال په پیل کې اوپن اې آی له پنټاګون سره داسې تړون کړی و چې پکې یې ژمنه کړې وه چې ټکنالوژي به یې د لویې کچې کورني نظارت یا د خودمختاره وسلو د کنټرول لپاره نه کارول کېږي.

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي