سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ استازی: پوتین د اوکراین سره د 'دایمي سولې' توافق ته چمتو دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین سره د "دایمي سولې" تړون لپاره چمتووالی ښودلی.
د ټرمپ استازی: پوتین د اوکراین سره د 'دایمي سولې'  توافق ته چمتو دی
Witkoff said during a Fox News interview televised on Monday that he sees a peace deal "emerging". / AP

ټرمپ په پرله‌پسې ډول هڅه کړې چې مسکو او کیف د اوربند په اړه موافقې ته ورسوي، خو د روسیې له خوا د پام وړ امتیاز ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، سره له دې چې د روسیې او امریکا چارواکو ترمنځ څو ځله خبرې شوې دي.

د جمعې په ورځ، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکوف په سینټ پیټرزبورګ کې له پوتین سره ولیدل - دا د جنورۍ راهیسې درېیمه لیدنه وه.

وټکوف د دوشنبې په ورځ د فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه د سولې تړون "شونی " بولي . هغه وویل چې  د پوتین دوه مهم سلاکارانو یوري اوشاکوف او کیریل دیمیتریف  په دې "مهمه غونډه" کې ګډون درلود.

وټکوف وویل: "د پوتین غوښتنه دا ده چې دلته یوه دایمي سوله رامنځته شي. نو د اوربند څخه هاخوا، موږ د دې لپاره ځواب ترلاسه کړ،" هغه دا هم ومنله چې "مونږ دې نقطې ته رارسیدو لږ وخت ونیو."

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم موږ د داسې یوې مهمې پایلې په درشل کې یو چې د نړۍ لپاره به خورا ارزښتناکه وي."

هغه دا هم وویل چې د روسیې او امریکا ترمنځ سوداګریز تړونونه هم د خبرو اترو یوه برخه وه.

هغه وویل: "زه باور لرم چې د روسیې او امریکا اړیکې د ځینو خورا مهمو سوداګریزو فرصتونو له لارې بېرته جوړېدای شي، چې زه فکر کوم سیمې ته به ریښتینې ثبات هم راولي."

سره له دې چې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، د ټرمپ د اصلي هدف په اړه چې د اوکراین اوربند ترلاسه کول دي، کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

تېره میاشت، پوتین د امریکا او اوکراین ګډ وړاندیز چې د جګړې بشپړ او بې قید و شرطه درول غواړي، رد کړ، په داسې حال کې چې کریملین په تور سمندر کې د اوربند لپاره لویدیځ ته د ځینو بندیزونو د پورته کولو شرط ایښی دی.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو