هاکان فیدان په امریکا کې مهمې لیدنې کتنې وکړې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان واشنګټن ډي سي ته د خپل دوه ورځني سفر په جریان کې د لوړ پوړو چارواکو سره د مهمو دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

/ Reuters

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فیدان د چهارشنبې په ورځ د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د تورکیې په سفارت کې د امریکا د کانګرس غړي جو ویلسن سره ولیدل.

ولسن د استازو جرګې د بهرنیو چارو او د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټو غړی او د امریکا-تورکیې اړیکو او د ترک – امریکا د پارلمانونو د دوستۍ د ډلې رئیس دی.

د وزارت لخوا د غونډې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

فیدان همداشان په نیویارک د تورکیې په کور کې د سوریې لپاره د تورکیې او امریکا د ایتلاف استازو سره لیدنه وکړه.

دا غونډه د سوریې د سیاسي او بشري وضعیت په اړه د روانو سیمه ایزو بحثونو او همدارنګه د جګړې ځپلي هیواد په ثبات کې د تورکیې د رول په اړه وشوه.

د فیدان د خپل دې سفر په چوکاټ کې  د چهارشنبې په ورځ د انقرې میشته سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو څیړنو بنسټ - SETA DC دفتر کې د ګردي میز په بحث کې ګډون هم شامل و.

ددې  ګردي میز بحث دوه اړخیزې اړیکې او  سیمه ییزې مسلې وې.

فیدان امریکا ته د خپل سفر وکړ په چوکاټ کې د خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره لیدل او د یو لړ دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې وکړې. همداشان دواړو وزیرانو  په غزه کې د دایمي اوربند پر اړتیا هم خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ د مارچ په ۱۶مه د ټیلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د بحث شویو مسلو په تعقیب بحث وشو.

دواړو خواوو د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د هڅو په اړه هم خبرې وکړې، چې تورکیې په دې برخه کې د امریکا د وروستیو هڅو څخه ملاتړ څرګند کړ.

په دې بحثونو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې روانې پروسې او د پراخ بالکان سیمې لپاره د بوسنیا او هرزیګوینا د ثبات اهمیت هم شامل وو.