ایران ګواښ کړی چې د امریکا هر ډول برید به ډیر سخت ځواب ورکړي

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې ایران به هر ډول برید " د خپلې خاورې پر وړاندې یوه هر اړخیزه جګړه" وګڼي. دا خبرداری  په داسې حال کې ورکول کیږي  چې په راتلونکو ورځو کې به  منځني ختیځ ته د امریکا پوځي تجهیزات راورسېږي.

By
ایران ګواښ کړی چې د امریکا هر ډول برید به ډیر سخت ځواب ورکړي / AP

یو ایراني چارواکي ویلي دي چې ایران به د امریکا هر ډول برید د یوې هر اړخیزې او مستقیمې جګړې په توګه وګڼي.
دغه چارواکی وايي، تهران به د هر احتمالي برید د کچې یا ماهیت ترمنځ توپیر ونه کړي، په داسې حال کې چې د یو‌اېس‌اېس ابراهام لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ، څو ویجاړونکو (destroyers) او جنګي الوتکو په ګډون د امریکا جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته روانې دي.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې ایران به هر ډول برید " د خپلې خاورې پر وړاندې یوه هر اړخیزه جګړه" وګڼي. دا خبرداری  په داسې حال کې ورکول کیږي  چې په راتلونکو ورځو کې به  منځني ختیځ ته د امریکا پوځي تجهیزات راورسېږي.

د جمعې په ورځ دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې سیمې ته د امریکا د الوتکې وړونکې بېړۍ د بریدګرې ډلې او نورو ځواکونو د رارسېدو له امله د ایران پوځ ته د لوړې کچې چمتووالي امر شوی دی.

دغه چارواکي وویل، "دا پوځي راټولېدنه — موږ هیله لرو چې دا د رښتینې جګړې لپاره نه وي — خو زموږ پوځ د بدترین حالت لپاره چمتو دی."

"له همدې امله په ایران کې هر څه د لوړې کچې چمتووالي په حالت کې دي."

دغه چارواکي خبرداری ورکړ چې تهران به د هر احتمالي برید د کچې یا ماهیت ترمنځ توپیر ونه کړي.

چارواکي وویل، "دا ځل به موږ هر ډول برید  که محدود وي، که نامحدود، که دقیق وي، که حرکي، یا هر څه چې دوی یې بولي  زموږ پر وړاندې یوه هر اړخیزه جګړه وګڼو."

هغه زیاته کړه چې ایران به د برید په صورت کې پرېکنده ځواب ورکړي.

چارواکي وویل، "او موږ به د دې موضوع د حل لپاره په سخت ترین ممکن ډول ځواب ورکړو."

'موږ به ځواب ورکړو'

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو یو "لوی سمندري ځواک" د ایران پر لور استولی، خو هیله یې وښوده چې کارولو ته یې اړ نه شي.

د یو‌اېس‌اېس ابراهام لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ، څو ویجاړونکو او جنګي الوتکو په ګډون د امریکا جنګي بېړیو تېره اوونۍ له اسیا-پاسفیک څخه حرکت پیل کړ. چارواکي وايي چې منځني ختیځ ته د اضافي دفاعي سیسټمونو د لېږلو په اړه هم غور روان دی.

ایراني چارواکي وویل، "که امریکایان د ایران له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه وکړي، موږ به ځواب ورکړو." هغه له دې ډډه وکړه چې د ایران د ځواب بڼه به څه ډول وي.

دغه چارواکي وویل، "یو هېواد چې د متحده ایالاتو له پرله پسې پوځي ګواښ سره مخ وي، له دې پرته بله لاره نه لري چې ډاډ ترلاسه کړي هر هغه څه چې په واک کې لري، د ځان د دفاع لپاره یې وکاروي او که امکان ولري، د هر هغه چا پر وړاندې توازن بېرته ټینګ کړي چې پر ایران د برید جرئت کوي."

د امریکا پوځ په تېرو وختونو کې هم د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مهال وخت په وخت منځني ختیځ ته اضافي ځواکونه استولي دي.

خو د امریکا پوځ تېر کال د ایران پر وړاندې د جون میاشتې له بریدونو مخکې یو لوی پوځي چمتووالی نیولی و.