روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول په رسمیت وپېژانده. روسیه یوازینی هېواد دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او طالبان واک ته تر رسیدو وروسته په رسمیت وپیژندل. کابل چې تر ډېره له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه پاتې شوی او له ستونزمن اقتصادي وضعیت سره مخ دی، د بهرنۍ پانګونې زیاتوالي او د نوو سوداګریزو لارو پرانیستلو ته خورا لېواله دی.
په کابل کې د اوورچوک د هرکلي لپاره د تشریفاتو ګارډ ودرول شو او ورپسې نوموړي د افغانستان د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند او د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
د افغانستان حکومت پر خپله رسمي اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې ملا برادر د اقتصادي پراختیا او پانګونې لپاره د افغانستان پر ظرفیتونو ټینګار وکړ او د دغه هېواد «ستراتیژیک موقعیت، بډایه سرچینو او د کاري عمر لرونکي ۲۴ میلیونه بشري ځواک» ته یې اشاره وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال، برادر له روسي شرکتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج، د فابریکو د جوړولو، زېربناوو او ځانګړو اقتصادي زونونو په برخو کې پانګونه وکړي. حکومت همدارنګه لیکلي چې برادر روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا او همدارنګه د افغانستان په کرنه او مالدارۍ کې د روسیې د پانګونې لپاره د ښې زمینې یادونه وکړه.
د روسیې «انټرفاکس» خبري اژانس د اوورچوک له قوله ویلي چې روسیه هوډ لري له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
انټرفاکس د نوموړي له خولې راپور ورکړی: «نن زموږ په پلاوي کې له ۷۰ څخه زیات سوداګر شامل دي چې د لسګونو روسي شرکتونو استازیتوب کوي؛ له دې ډلې ډېری یې اوس مهال په افغانستان کې کار کوي او ډېر نور یې پیلولو ته لېواله دي. زموږ له لوري، لومړنی مسؤلیت دا دی چې د سوداګریزو کړیو ترمنځ د اړیکو د عادي او سالمې پراختیا لپاره لازم شرایط برابر کړو.»
اوورچوک زیاته کړه، هغه شرکتونه چې په دې پلاوي کې حضور لري، د ترانسپورت، لوژستیک، کرنې او درمل جوړونې په برخو کې فعال دي. نوموړي وویل چې کابل د روسیې کیمیاوي سرې ته لېوالتیا ښودلې، چې په دې کې «مستقیماً په افغانستان کې د کیمیاوي سرې د تولید د فابریکو جوړول» هم شامل دي.
د انټرفاکس د راپور له مخې، اوورچوک وویل: «موږ ګورو چې د افغانستان حکومت له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره پوره لېوالتیا لري، او موږ په دې برخه کې د افغانستان ملاتړ ته چمتو یو؛ تر هر څه وړاندې د دې لپاره چې اقتصاد وده وکړي، کاري فرصتونه رامنځته شي، خلک مناسب عاید ولري او په سوله کې ژوند وکړي.»




















