نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
د پاکستان په سویل کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۳۴ کارګر وژلي دي، په داسې حال کې چې د ایالت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د ژغورنې ټیمونه د نورو لادرکه شوو کان کیندونکو پلټنې ته دوام ورکوي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل

د سیمې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان وکړ چې د ژغورنې ډلې د نورو لادرکه شوو کان کیندونکو په لټه کې دي.
د پاکستان په سویل کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۳۴ کارګر وژلي دي، په داسې حال کې چې د ایالت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د ژغورنې ټیمونه د نورو لادرکه شوو کان کیندونکو پلټنې ته دوام ورکوي.

چارواکو وویل چې دا چاودنه له غرمې وروسته د ایالت د پلازمېنې کویټې په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې په شمال ختیځ کې د 'سورنج' د ډبرو سکرو په سیمه کې په یوه شخصي کان کې شوې ده.

له چاودنې سمدستي وروسته په کان کې اور ولګېد او د جوړښت ځینې برخې یې ونړېدې. د دې چاودنې غږ د سورنج په شاوخوا پراخه سیمه کې واورېدل شو.

د بلوچستان ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د موظفو ټیمونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ۳۴ جسدونه را ایستل شوي دي."

د کانونو لوی پلټونکي محمد عاطف وویل چې داسې باور کیږي چاودنه د نږدې ۱۲۰۰ متره په ژوروالي کې د میتان ګازو د راټولېدو له امله شوې ده؛ چې له امله یې اور لګېدلی او کان له خطرناکو ګازونو ډک شوی دی. هغه دا هم وویل چې په بلوچستان کې د کانونو ډیری چاودنې د میتان ګازو د شتون له امله رامنځته کیږي.

د کانونو انجینرانو او کارګرانو اغیزمنو برخو ته د رسیدو لپاره بدیلې لارې جوړې کړې دي، مګر د میتان ګاز لوړه کچه او روان اور په ژورو برخو کې بند پاتې کسانو او جسدونو ته د رسیدو په وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

د پاکستان د کانونو په سکټور کې، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، دا ډول مرګونې پېښې عامې دي؛ ځکه په ډیری کانونو کې کافي هوا (تهویه)، د ګازو د څارنې سیسټمونه او نور بنسټیز امنیتي تدابیر نشته.

کان کیندونکي او د کارګرانو سازمانونه له ډیرې مودې راهیسې د کانونو مالکان تورنوي چې امنیتي مقررات نه پلي کوي او کارګرانو ته کافي محافظتي وسایل نه چمتو کوي.

سره له دې چې دا کار خطرناک او معاش یې ټیټ دی، خو په زرګونو کسان په بلوچستان کې خپله روزي د سکرو په صنعت پورې تړلې بولي، ځکه دا د پاکستان تر ټولو لوی خو تر ټولو کم پرمختللی ایالت دی چې وزګاري او بې وزلي پکې زیاته ده.

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي