افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
کابل له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ ونه کړي
کابل د یکشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته "ګواښ" پېښ نه کړي، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د طالبانو حکومت د بګرام هوايي اډې کنټرول پنټاګون ته ونه سپاري نو "بدې پېښې" به رامنځته شي.
کابل له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ ونه کړي
/ AP

کابل له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ ونه کړي

کابل د یکشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته "ګواښ" پېښ نه کړي، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د طالبانو حکومت د بګرام هوايي اډې کنټرول پنټاګون ته ونه سپاري نو "بدې پېښې" به رامنځته شي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس شبکه لیکلي: "په ټولو دوه اړخیزو خبرو اترو کې امریکا ته په پرله پسې توګه ویل شوي چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا خورا ډېر اهمیت لري."

هغه وویل چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې، امریکا ژمنه کړې وه چې "د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې به ځواک نه کاروي او نه به یې ګواښي، او نه به یې هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي."

د طالبانو او د ټرمپ د لومړۍ ادارې ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د تړون له مخې، ټولو بهرنیو ځواکونو تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان پرېښود، چې له هغې وروسته طالبانو یو سرپرست حکومت جوړ کړ چې اوس پر دغه جګړه ځپلي هېواد واکمني کوي.

فطرت له امریکايي لوري وغوښتل چې "خپلو (د دوحې) ژمنو ته ژمن پاتې شي" او له واشنګټن یې وغوښتل چې "د پخوانیو ناکامو تګلارو د تکرار" پر ځای "د حقیقت پالنې او معقولیت" تګلاره خپله کړي.

د کابل دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ټرمپ د شنبې په ورځ په ټروت ټولنیزه شبکه کې په یو خبرداري کې وویل: "که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغوی ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته، بېرته ونه سپاري، نو بدې پېښې به وشي!!!"

بګرام چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، په ۲۰۲۱ کال کې د واشنګټن له بشپړ وتلو مخکې، پر افغانستان د شل کلن یرغل پر مهال د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

وپلټۍ
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه پر ایران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی
هرمز په تنګي کې پر یوه امریکايي  بېړۍ د ایران د توغنديز برید له امله اته امریکايي سرتیري  ټپیان شوي
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.