چارواکي وايي چې یوې روسي بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په ډنیپرو کې د اورګاډي د سټیشن پر هغه پلیټ فارم برید کړی چېرته چې د مسافرو یو اورګاډی ولاړ و.
د ډنیپروپیټرووسک سیمې والي اولکساندر ګانژا په ټیلیګرام کې وویل: "پر ډنیپرو د روسیې په برید کې دیارلس کسان وژل شوي دي. او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته، چې نوموړي "وحشتناک" وباله، له امریکا او اروپا څخه د اقدام کولو غوښتنه وکړه.
زیلینسکي پر ټولنیزو رسنیو وویل: "روسیانو پر هغه پلیټ فارم برید وکړ چېرته چې د مسافرو یو عادي (ورځنی) اورګاډی او د سپرلیو بل اورګاډی ولاړ وو. له بده مرغه، تر دې دمه د ۱۳ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي."
د ډنیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف هم په ښار کې پر رامنځته شوې "تراژیدۍ" خواشیني څرګنده کړه او پر ټولنیزو رسنیو یې وویل چې "یوې بې پیلوټه الوتکې د مسافرو پر ملکي بریښنايي اورګاډي برید کړی دی."
روسیې تر اوسه په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.
د اوکراین د اورګاډي دولتي ادارې وویل چې د روسیې یوې جیټ ډوله بې پیلوټه الوتکې د ډنیپرو د اورګاډي پر سټیشن برید کړی دی.
یادې ادارې په ټیلیګرام کې وویل: "برید پر یوه پلیټ فارم شوی چېرته چې په هغه وخت کې د ډنیپرو-زاپوریژیا ۸۶۶ شمېره اورګاډی ولاړ و."
د اورګاډي شرکت د مشر، اولکساندر پرتسوفسکي په وینا، له وړاندې د ګواښ لوړه کچه اعلان شوې وه.
هغه په فیسبوک کې وویل: "خو له بده مرغه لاهم په پلیټ فارم کې ګڼ شمېر خلک موجود وو."
روسیې په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې پراخې جګړې له پیل راهیسې په ټول اوکراین کې پر اورګاډو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې سلګونه انجنونه (لوکوموټیو) ویجاړ شوي او د اورګاډي ګڼ شمېر کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغه هېواد د اورګاډي پراخه شبکه په اوکراین کې د ټرانسپورټ یوه حیاتي وسیله ده، چېرته چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سفر کول ۲۴ ساعته وخت نیولی شي.






















