نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
یوه امنیتي چارواکي ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۲۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي / AA
17 فبروري 2026

د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوو بمي بریدونو او د پولیسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي سرتیري او درې ملکي وګړي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۲۵ نور کسان ټپیان شوي دي. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د هیواد په  جنوبي او شمالي ایالتونو کې د مخ په زیاتیدونکي بغاوت سره مبارزه کوي.

د باجوړ پېښه

دغه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبري آژانس ته ویلي چې د دوشنبې په ماښام یوه ځانمرګي بریدګر د خیبر پښتونخوا په باجوړ قبایلي سیمه کې د یوې دیني مدرسې له دیوال سره له چاودیدونکو توکو ډک موټر وجنګاوه هغه وویل: "د دې په پایله کې، په مدرسه کې دننه اته پولیس او د فرنټیر کور سرتیري ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول. هغه زیاته کړه چې د چاودنې له امله د نږدې کورونو چتونه هم نړېدلي چې یو ماشوم یې وژلی دی. د هغه په وینا، د مرګ ژوبلې د زیاتیدو اندیښنه شته.

د بنو پېښه

چارواکي زیاته کړه، د بنو په ښار کې په یوه بله پېښه کې، په یوه رکشا کې ځای پر ځای شوی بم د میریان پولیسو په مرکز کې وچاودید، چې دوه ملکي وګړي یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

پر چینایانو بریدونه

په ورته وخت کې، د شانګله په ولسوالۍ کې د پلټنو عملیاتو په ترڅ کې درې پولیس او درې وسله وال هم وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا پولیسو د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، هغه درې وسله وال چې په نښته کې وژل شوي، "پر چینایي اتباعو په بریدونو کې" لاس درلود.

بیجینګ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې ملیاردونه ډالر پانګونه کړې، خو د چین له خوا تمویل شوي پروژې د ځینو ناخوښیو لامل شوي او اتباع یې په مکرر ډول تر بریدونو لاندې راغلي دي. د تیر کال په مارچ میاشت کې، د یوه لوی بند د جوړولو په ساحه کې پنځه چینایي وګړي له خپل موټر چلوونکي سره هغه مهال ووژل شول کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغوی پر موټر برید وکړ، چې موټر یې د قراقرم لویې لارې ته نږدې یوې ژورې درې ته وغورځاوه.

بیجینګ د اسلام اباد نږدې سیمه ییز متحد دی او په اسانۍ سره خپل ډیری وخت له ستونزو سره مخ ګاونډي ته مالي مرستې برابروي. د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له لارې په لسګونو ملیارده ډالر د ټرانسپورټ، انرژۍ او زیربنا په لویو پروژو کې لګول شوي دي - چې د بیجینګ د نړیوال "کمربند او سړک" نوښت یوه برخه ده.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې "د ورېښمو لارې ته د سیمې د نږدېوالي له امله، (وسله والو) ستراتیژیک سړک او د چین پرمختیایي پروژو ته دوامداره ګواښ پېښاوه." بیان زیاتوي: "د دې په رڼا کې، د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) او د ولسوالۍ پولیسو نن د یوې همغږې ستراتیژۍ له مخې ګډ عملیات پیل کړل."

د یادونې وړ ده چې روانه میاشت د اسلامي دولت ډلې (داعش) په پلازمینه اسلام اباد کې پر یوه شیعه جومات د یوه لوی ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیست چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول.

وپلټۍ
امریکایي سرتېرو ته ویل شوي چې د ایران جګړه د 'صلیبیانو او مسلمانو ترمنځ د پیل لپاره د خدای پلان دی
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
برتانیا د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د ویزو ورکړه بندوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
پاکستان :د افغانستان له لوري وروستي بریدونه مو په شا تنبولي او افغان لوري ته ۶۷ تنه ځاني تلفات اوښتي
عمر چیلیک : ایران له یوه ناعادلانه او غیرقانوني برید سره مخ دی
ولسمشر اردوغان په ایران کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړه او سولې غوښتنه يي وکړه
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د سیمه ییزو کړکېچونو په زیاتېدو سره، تورکیې او ایران د مځکنیو پولو له لارې تګ راتګ ودرولو.
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي