سیاست
3 د لوستلو دقیقې
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې خپل برازیلي سیال ته وویل، چین او برازیل باید "په ګډه د بهرنیو ننګونو مخه ونیسي".
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی له خپل برازیلي سیال مورو وییرا سره هغه غونډه ترسره کړه چې چین یې 'ستراتیژیک ډیالوګ' بولي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې خپل برازیلي سیال ته وویل، چین او برازیل باید "په ګډه د بهرنیو ننګونو مخه ونیسي".

دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې همکاري ژوره کړي، د نړۍ سوله او ثبات وساتي او د پرمختګ کوونکو هېوادونو د حقونو او ګټو دفاع وکړي.

د بریکس د پرمختللو هیوادونو د ډلې د مهمو غړو په توګه، بیجینګ او برازیل د څو قطبي نړیوال نظم د ټینګښت په موخه فشار راوړی، تر څو په نړیوالو مالي او سیاسي ادارو کې د امریکا د تسلط کم کړي.

دا لیدنه وروسته له هغې ترسره شوه چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د امریکا هغه پرېکړه وغندله چې دوه برازیلي مخدره توکو پورې تړلې ډلې یې د ترهګرو سازمانونو په توګه نومولې وې. لولا دا اقدام د خپل هېواد په کورنیو چارو کې نامناسبه لاسوهنه وبلله.

د امریکا اعلان د پخواني ولسمشر جیر بولسونارو د زامنو لخوا په واشنګټن کې د لابینګ هڅو وروسته وشو.

د تېرې اوونۍ په جریان کې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې، برازیلي سناتور فلاویو بولسونارو، چې د خپل پلار په ملاتړ د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ چمتووالی نیسي، ویلي وو چې له امریکا یې غوښتي دي څو یادې ډلې «ترهګرې» وګڼي.

وانګ يي وویل چې چین «د برازیل ملاتړ کوي ترڅو خپل ملي حاکمیت وساتي، خپلواکي او خپل تصمیم نیونه خوندي کړي او لا زیات پرمختګ ترلاسه کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امریکا د یادې پرېکړې په اړه مستقیمه یادونه نه ده شوې.

اعلامیه زیاتوي چې وانګ او وییرا د نړیوالو او سیمه‌ ییزو هغو مسئلو په اړه چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي، هر اړخیزې او ژورې ستراتېژیکې خبرې وکړې او په ګڼو موضوعاتو کې یې پراخ توافق ترلاسه کړ. دواړو لورو په هغه نړۍ کې چې دوی یې «له ګډوډۍ ډکه» بولي، د لا زیات ثبات او ډیر ډاډ ورکولو غوښتنه وکړه.

سره له دې چې برازیل د واشنګټن له لوري د بېجینګ سره د اړیکو د محدودولو لپاره له زیات فشار سره مخ دی، دواړو هېوادونو د نړیوال امنیت په ګڼو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د اوکراین د جګړې په تړاو ډیپلوماتیکو هڅو کې، فعاله همکاري کړې ده.

چین د برازیل تر ټولو ستر سوداګریز شریک دی، او برازیل چین ته د سویا، غوښې او اوسپنې لوی صادرونکی دی.

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول