نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په مسکو کې د پوتین او الشرع له خبرو اترو وروسته روسیه د اسد د سپارلو په اړه چوپه خوله ده.
روسیې د دې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې چې ایا د بشارالاسد د سپارلو مسله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د ترسره شوو خبرو پر مهال مطرح شوې وه که نه.
په مسکو کې د پوتین او الشرع له خبرو اترو وروسته روسیه د اسد د سپارلو په اړه چوپه خوله ده.
په مسکو کې د پوتین او الشرع له خبرو اترو وروسته روسیه د اسد د سپارلو په اړه چوپه خوله ده. / AFP

په مسکو کې د پوتین او الشرع له خبرو اترو وروسته روسیه د اسد د سپارلو په اړه چوپه خوله ده.

د کریملین ویاند وویل چې د روسیې پوځي اډې په سوریه کې د خبرو اترو په اجنډا کې شاملې وې، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

روسیې د دې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې چې ایا د بشارالاسد د سپارلو مسله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د ترسره شوو خبرو پر مهال مطرح شوې وه که نه.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ دلته د اسد په اړه څه نه لرو چې ووایو؛ په دې چوکاټ کې د راپور ورکولو څه نه لرو."

الشرع پوتین ته وویل چې سوریه غواړي له روسیې سره خپلې "تاریخي او ستراتېژیکې" اړیکې بېرته راژوندي کړي د مسکو او دمشق ترمنځ د ټولو تېر تړونونو درناوی به وکړي.

د الشرع دا رسمي سفر هغه هېواد ته لومړی سفر وو چې له دسمبر ۲۰۲۴ وروسته اسد پکې پناه اخیستې ده.

پوتین وویل چې د مسکو او دمشق اړیکې تل "په بشپړه توګه دوستانه" پاتې شوې دي او زیاته یې کړه چې د سوریې وروستۍ پارلماني ټاکنې "ستر بریالیتوب" و او دا به د "ټولنې د یووالي" لامل شي.

پسکوف دا هم رد کړه چې د پوتین سوریې ته د احتمالي بېرته تګ سفر په اړه کوم بحث شوی وي، خو زیاته یې کړه چې داسې بلنې د دیپلوماتیکو لارو تبادله کېدای شي.

نوموړي تایید کړه چې د روسیې د پوځي اډو برخلیک — د تارتوس سمندري اډه او د حمیمیم هوایي اډه، چې دواړه د سوریې د مدیترانې پر غاړه موقعیت لري — د خبرو اترو په اجنډا کې شامل و، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

د سوریې یو دولتي چارواکي د مسکو تر غونډې مخکې ویلي وو چې الشرع پلان لري د اسد د سپارلو غوښتنه وکړي، چې د ګوښه کیدو وروسته روسیې ته وتښتید.

یو ورځ وروسته له هغه چې اسد له واکه لیرې شو، کریملین اعلان وکړ چې اسد او د هغه کورنۍ ته په روسیه کې پناه ورکړل شوې ده.

وپلټۍ
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد