منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
الجزایر له متحدو عربي اماراتو  سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلولې
الجزایر اعلان وکړ چې له متحدو عربي اماراتو  سره یې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پای ته رسولو پرېکړه کړې ده.
الجزایر له متحدو عربي اماراتو  سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلولې
الجزایر

 دا اعلان د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت وکړ.

د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې  خبرپاڼه کې د دې خبرې په ټینګار سره  ویل شوي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ساتلو ټولې لارې چارې ختمې شوې دي او له اماراتو سره ډیپلوماټیکې اړیکې د شلولو پریکړه کړې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي "د متحدو عربي اماراتو د زیاتېدونکو پاروونکو او دښمنانو اقداماتو پر وړاندې، الجزایر په خورا زغم او لوړ مسؤلیت احساس سره عمل کړی دی. د دولتونو ترمنځ د اړیکو پر حاکمو اصولو د پوره درناوي په روحیې سره، د اماراتو لوري د پام جلبولو او د دغو تأسف بارو او ناحقه چلندونو د خطرناکو پایلو په اړه هغوی ته د خبرداري ورکولو لپاره له هیڅ ډول هڅې ډډه نه ده شوې."

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له متعددو خبرداریو سره سره اماراتو خپلو دغو کړنو ته دوام ورکړی، او ویل شوي چې نوموړي اقدامات "د دوو خپلواکو دولتونو ترمنځ د اړیکو په چوکاټ کې له هغو حدونو او پولو وتلي چې د زغملو، منلو یا بې ځوابه پرېښودلو وړ وي."

په دې برخه کې وویل شول چې د دوه اړخیزو اړیکو د خوندیتوب ټولې لارې چارې پای ته رسېدلې او د الجزایر حکومت پرېکړه کړې چې له متحدو عربي اماراتو سره ډیپلوماټیکې اړیکې وشلوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې پرېکړې د رسمي ابلاغ په موخه په الجزایر کې د اماراتو سفیر نن د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و، او سفیر ته پر پرېکړې د عمل کولو او له هېواده د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوی دی.

الجزایر د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې اعلان کړی و چې له اماراتو سره یې د هغې هوایي خدماتو د هوکړه‌لیک د لغوه کولو رسمي پړاوونه پیل کړي چې په ۲۰۱۳ کال کې امضا شوی و.

متحدو عربي اماراتو د الجزایر د دې پرېکړې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون تېر کال په اکتوبر کې ویلي وو چې له یوه هېواد پرته له ټولو خلیجي هېوادونو سره د دغه هېواد اړیکې تودې دي؛ دا خبرې د اماراتو لوري ته په اشارې او کنایې تعبیر شوې وې.

تبون له سعودي عربستان، کویټ، عمان او قطر سره اړیکې "ورورګلویزه" بللې وې.

عبدالمجید تبون هغه مهال ویلي وو که الجزایر په عربي نړۍ کې د "دوه ګونیو او وېشلو د ژورېدو" مخنیوي هڅه نه وی کړې، دا ډیپلوماټیکه شلېدنه به "خورا پخوا رامنځته شوې وای."

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.