پاول مالکوو په خپله لیکلې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دغه سیمه د شپې او سهار په ساعتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د سختو بریدونو هدف ګرځېدلې ده.
مالکوو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په تړاو وویل: "د تېلو د چاڼځای په انګړ کې اور لګېدلی دی. په ریازان کې د یوه بل شرکت په ساحه کې موجود ګودامونه او موټر هم زیانمن شوي دي."
مالکوو د دې په بیانولو سره چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي، یادونه وکړه چې د مالي زیانونو د معلومولو چارې روانې دي او د بیړنیو حالاتو ډلې په سیمه کې په دنده بوختې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکټوبر په ۱۱مه اعلان کړی و، چې روسیه او اوکراین د یو بل د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو د درولو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي، خو د کرملین ویاند دیمتري پسکوف بیا ویلي وو چې په دې اړه لا هم خبرې اترې (تماسونه) دوام لري.
























