د پاکستان پولیسو د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند له ۱۰۰ څخه زیات غړي نیولي دي

د حکومت ویانده وایي چې د خان ګوند تل " ګډوډي " رامنځته کړې ده او دوی ته به اجازه ورنه کړل شي چې " د پاکستان امنیت خراب کړي ".

/ AP

د پاکستان پولیسو د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند له ۱۰۰ څخه زیات غړي نیولي دي

د حکومت ویانده وایي چې د خان ګوند تل " ګډوډي " رامنځته کړې ده او دوی ته به اجازه ورنه کړل شي چې " د پاکستان امنیت خراب کړي ".

د امنیتي چارواکو په وینا، د پاکستان پولیسو د سه شنبې ورځې لپاره د پلان شوو مظاهرو له مخکې، د اصلي مخالف ګوند لږترلږه ۱۲۰ کارکوونکي د شپې په چاپو کې نیولي دي. دا مظاهرې د دوی د مشر، عمران خان د بندي کېدو د دوهمې کلیزې په مناسبت تنظیم شوې وې.

د دوو پولیسو افسرانو په وینا، اکثره نیونې د دوشنبې شپې او د سه شنبې ورځې له سهاره په ختیځ ښار لاهور کې شوې دي، چیرته چې د خان ګوند، پاکستان تحریک انصاف، ژمنه کړې وه چې تر ټولو لویه مظاهره به هلته ترسره کړي، سره له دې چې نورو ښارونو کې هم مظاهرې پلان شوې وې.

د ګوند ویاند، ذوالفقار بخاري، وویل چې یوازې له لاهوره لږ تر لږه ۲۰۰ غړي نیول شوي دي، خو زیاته یې کړه چې مظاهره به حتمي تر سره شي.

لاهور د ختیځ ایالت پنجاب پلازمېنه ده، چې د پاکستان تر ټولو سیاسي پلوه مهم ایالت ګڼل کېږي او د هېواد نیمايي وګړي پکې مېشت دي.

د پنجاب ایالتي حکومت او د دغه ایالت پولیسو د سه شنبې په ورځ د تبصرې غوښتنو ته ځواب ونه وایه.

پولیسو د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایالت په ټولو مهمو ښارونو کې د پولیسو پراخ ځواک ځای پر ځای شوی دی.

د ایالتي حکومت ویاندې، عظمی بخاري، د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د خان ګوند تل "ګډوډي" رامنځته کړې ده.

هغې زیاته کړه: "په پاکستان کې هېڅ سیاسي ګوند له سیاست کولو نه شي منع کېدای، خو یو ترهګریز سازمان چې د سیاسي ګوند په بڼه ځان ښيي، اجازه نه لري چې د پاکستان سوله ګډوډه کړي."

روانه سخت‌ ګیرۍ

د دوشنبې په ورځ، د عمران خان ګوند په ایکس پر رسمي حساب یو پیغام خپور کړ، چې خان ته منسوب شوی و. په دې پیغام کې هغه په خپلو پلویانو باندې غږ کړی و چې: "راووځئ او تر هغې پورې سوله ‌ییز لاریونونه وکړئ چې په هېواد کې ریښتینې ولسواکي بېرته را‌شي."

عمران خان، چې پخوا یو مشهور د کرکټ ‌ستوری و، په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، خو په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان د رایې له لارې له دندې ګوښه شو.

د ۲۰۲۳ کال په می کې د هغه نیول په ټول هیواد کې لاریونونه راوپارول.

خان، چې پر هغه لګېدلي تورونه ردوي، وایي چې پر ده لګېدلي لسګونه قضیې — له ترهګرۍ نیولې تر د رسمي رازونو افشا کولو پورې — ټولې سیاسي انګیزې لري.

نوموړی د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په یوه فساد اړوند قضیه کې مجرم وپېژندل شو، خو له ځینو نورو تورونو څخه بېرته سپین ووت یا ورته مشروطې سزاوې ورکړل شوې.

د مظاهرې له اعلان مخکې، د تېرې میاشتې په پای کې د عمران خان د ګوند سلګونه غړي، چې پکې څو پارلماني استازي هم شامل دي، د ۲۰۲۳ کال د مظاهرو په تړاو محکوم شول. دا مظاهرې د هغه د نیولو پر ضد شوي وې.