په سویس کې په یو بس کې د اورلګیدنې له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښه
پولیس وايي، په لویدیځ سویس کې د بس اورلګېدنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي
چارواکو په کرزرس کې د وژونکې اورلګېدنې وروسته جنایي پلټنه پیل کړه.
پولیسو ویلي دي چې په لویدیځ سویس کې د بس اورلګیدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي، چې له امله یې چارواکو جنايي پلټنه پیل کړې ده.
د فریبورګ پولیسو وویل چې بس د سې شنبې په ورځ د کرزرس په یوه سړک اور واخیست. دغه ښار د فریبورګ کانتون کې موقعیت لري او د برن، د سویس له پلازمېنې، شاوخوا ۲۰ کیلومتره واټن لري.
د فریبورګ د پولیسو ویاند فریډریک پاپوکس وویل: "په دې مرحله کې، موږ داسې نښې لرو چې ښيي دا کار ښايي د هغه کس له لوري په قصدي ډول ترسره شوی وي چې د بس دننه و."
پولیسو وویل، درې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
فریدریک پاپو وویل چې مسافران له سوځېدونکي بس څخه د تېښتې په حال کې لیدل شوي وو، وېرېدلي او ټپیان وو، او زیاته یې کړه چې په پېښه کې بل هېڅ موټر ښکېل نه و.
د سویس ولسمشر ګای پارملین خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې پیښه تر څیړنې لاندې ده.
پارملین په X کې په خپاره شوي پیغام کې وویل: "دا ما حیرانوي او غمجن کوي چې یو ځل بیا خلکو په سویس کې په یوه جدي اورلګیدنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."
دا تراژیدي په سویس کې د یوې بلې مرګونې اورلګیدنې څخه څو میاشتې وروسته وشوه.
په جنوري کې، د سویس د کرانس-مونټانا د سکي ریزورټ په یوه بار کې د اور لګېدو له امله ۴۱ کسان ووژل شول او ۱۱۵ نور ټپیان شول.