نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي ناټو له امریکا سره په جګړه کې مرسته ونه کړه.
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ناټو له ایران سره د جګړې پرمهال له متحده ایالاتو سره مرسته نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي مارک روته له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې خپله لیدنه "خورا صریحه" او "خورا پرانیستې" لیدنه وه
ټرمپ وايي ناټو له امریکا سره په جګړه کې مرسته ونه کړه.
ټرمپ وايي ناټو له امریکا سره په جګړه کې مرسته ونه کړه. / Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چې ناټو له ایران سره د جګړې پرمهال د امریکا ملاتړ نه دی کړی؛ دا څرګندونې یې له مارک روته سره له یوې پټې لیدنې وروسته کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ناټو له ایران سره د جګړې پرمهال له متحده ایالاتو سره مرسته نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي مارک روته له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې خپله لیدنه "خورا صریحه" او "خورا پرانیستې" بحث وباله.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" (Truth Social) لیکلي: "کله چې موږ ورته اړتیا لرله، ناټو هلته نه وه، او که بیا ورته اړتیا ولرو، هم به هلته نه وي."

ولسمشر همداراز د ډنمارک تر واک لاندې د ګرینلینډ سیمې د اخیستلو په اړه خپلې پخوانۍ لیوالتیا ته اشاره وکړه او هغه یې "د یخ یوه لویه ټوټه چې په ضعیفه توګه اداره کیږي" وبلله.
د هغه دا څرګندونې له مارک روته سره له یوې پټې لیدنې وروسته وشوې، چې هدف یې له دغه ایتلاف څخه د ولسمشر د "ناخوښۍ" په اړه بحث و.

روته له سي این این (CNN) سره په مرکه کې وویل: "دا خورا صریحه او پرانیستې خبرې اترې وې. هغه په روښانه توګه ماته وویل چې د تېرو څو اونیو د پېښو په اړه څه فکر کوي."

روته ومنله چې که څه هم ډیری اروپایي هیوادونو خپلې ژمنې پوره کړې، خو ځینو یې ونه کړې. هغه وویل: "ځینې یې هو [پاتې راغلل]، خو لویه برخه... هغه څه کړي چې ژمنه یې کړې وه."

هغه زیاته کړه چې اروپا د امریکا لپاره د "ځواک ښودلو د یوې اډې" په توګه کار کوي، خو هغه د هغو هیوادونو په اړه د ټرمپ په ناخوښۍ "بشپړ پوهیږي" چې خپل مسؤلیت یې نه دی ادا کړی.

روته دا نظر رد کړ چې ګواکې ناټو په پراخه کچه د جګړې مخالفت کړی و. هغه وویل: "ناټو تل دا موقف لرلای چې د (ایران) د اټومي او بالستیک توغندیو د وړتیاوو له منځه وړل حیاتي دي."

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره پر داسې یوې طرحې غور کوي چې "ناګټورو" غړو ته سزا ورکړي او خپل امریکایي سرتیري هغو هیوادونو ته ولیږدوي چې له امریکا ډیر ملاتړ کوي.

سره له دې تاوتریخوالي، روته د ټرمپ هڅو ته اشاره وکړه چې غړي یې د دفاعي بودیجې لپاره د کورني ناخالص تولید (GDP) ۵ سلنې مصرفولو ته اړ کړي، او دا یې د دغه ایتلاف لپاره یو "بدلون راوړونکی" میراث وباله.

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.