نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
په داغستان کې په یوه تاسیساتو کې اور لګیدنه رامنځته شوه.
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
(ارشيف) د روسیې په لېنینګراد سیمه کې د آنلاین سوداګرۍ پر یوه ګودام هم د ډرون برید شوی و

په روسیه کې، د انلاین تجارت پلیټ فارم اوزون پورې اړوند په دریو مختلفو ګودامونو کې عملیات د ډرون بریدونو له امله په موقتي توګه وځنډول شول، پداسې حال کې چې په داغستان کې په دې تاسیساتو کې اور ولګېد.

اوزون په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د روسیې د داغستان سیمې په مخاچکالا کې د دوی پر لوژستیکي مرکز د ډرون لخوا برید شوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تأسیساتو کارکوونکي تخلیه شوي دي. په لومړنیو ارزونو کې ویل شوي چې څو کسان ټپیان شوي، خو هغه ټپیان چې روغتیايي معاینه یې شوې، د ژوند له ګواښ سره مخ نه دي.

په بیان کې ویل شوي چې د بیړنیو حالاتو ټیمونو د برید وروسته د اور وژنې لپاره سیمو ته انتقال شوي او د ګودام عملیات ځنډول شوي.

ویل شوي چې د اوزون په اډیګيیسک او نیوینومیسک ښارونو کې ګودامونه هم د شپې په ساعتونو کې د ډرون برید له امله خالي شول.

په بیان کې ویل شوي چې د تاسیساتو هیڅ کارمند ته زیان نه دی رسیدلی او ګودامونو یا محصولاتو ته هم هیڅ زیان نه دی رسیدلی، او زیاته یې کړه چې ګودامونه د بیړنیو ټیمونو د کار له امله په موقتي ډول تړل شوي دي.

اوکراین په دې وروستیو کې د وائلډ بیریز پورې اړوند په ګودامونو او لوژستیکي تاسیساتو باندې هم د ډرون بریدونه وکړل، چې د روسیې میشته د انلاین تجارت بل پلیټ فارم دی.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد