تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان: ماشومان باید د جګړې او ظلم بیه پرې نه کړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۲۳مه په انقره کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت له ماشومانو سره لیدنه کوي.
اردوغان: ماشومان باید د جګړې او ظلم بیه پرې نه کړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۲۳مه په انقره کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت له ماشومانو سره لیدنه کوي. / AA

د تورکیې ولسمشر وویل هر ماشوم د داسې ژوند حق لري چې له جګړې، بېوزلۍ او وېرې پاک وي؛ هغه خبرداری ورکړ چې بې ګناه ماشومان د سیمه ییزو جګړو تر ټولو لوی قربانیان دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۲۳مه په انقره کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت له ماشومانو سره لیدنه کوي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ماشومان باید هیڅکله د جګړې، شخړو او بېوزلۍ بار په اوږو وانخلي، او ټینګار یې وکړ چې په سوله او امنیت کې ژوند کول د هغوی تر ټولو طبیعي حق دی.

د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د ۲۳مې اپریل د ماشومانو د ۴۸م نړیوال جشن په ګالا پروګرام کې د وینا پر مهال، اردوغان وویل چې د سولې د بیا ټینګولو لپاره له روانو هڅو سره سره، بې ګناه ماشومان لا هم په ټوله سیمه کې د جګړو او ظلمونو له امله تر ټولو زیات ځورېږي.

اردوغان په دغه مراسمو کې ماشومانو ته په خطاب کې وویل: "په داسې یو هېواد او نړۍ کې ژوند کول چې هلته جګړه، شخړه، نښته، محرومیت یا بېوزلي نه وي، ستاسو تر ټولو طبیعي حق دی."

هغه خبرداری ورکړ چې د ټولو ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، تاوتریخوالی او بې عدالتي لا هم سیمه ویجاړوي. نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه، زموږ د ټولو هڅو سره سره، زموږ په سیمه کې جګړې او ظلمونه دوام لري. د دې جګړو بیه معمولاً بې ګناه ماشومان پرې کوي."

'داسې راتلونکی چې ماشومان پکې له وېرې پرته وده وکړي'

اردوغان وویل چې تورکیه د شخړو د درولو او له بې ثباتۍ او تاوتریخوالي څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره کار کوي. هغه وویل: "موږ د جګړو د درولو او د ماشومانو د اوښکو پاکولو هڅه کوو. زموږ یوازینۍ موخه دا ده چې د نړۍ ټول ماشومان په سوله، امنیت او ورورولۍ کې ژوند وکړي."

ولسمشر وویل چې د تورکیې لومړیتوب د داسې راتلونکي په جوړولو کې مرسته کول دي چې ماشومان وکولای شي له وېرې پرته، او خوندیتوب، عزت او هیلې ته په لاسرسي سره وده وکړي.

د هغه دا څرګندونې د اپریل د ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په لمانځغونډه کې وشوې، چې د تورکیې یو له خورا سمبولیکو ملي اختر  څخه ده او ماشومانو او راتلونکي نسلونو ته ځانګړې شوې ده.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د اپریل ۲۳ مه د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت په سمبولیکه بڼه خپله څوکۍ د پنځم ټولګي زده کوونکي یو ماشوم ته ورکړه او د هغه د مشرۍ لاندې د وزیرانو شورا غونډه وشوه.

د ویلو ده چې پدې ورځ په تورکیه کې ټول دولتي اراکین په سمبولیکه توګه په خپلو څوکۍ ماشومان کینوي او هغوې ته دا ورپه ګوته کوي چې ددې مقام اصلي خاوندان زمونږ راتلونکی نسل او ماشومان دي.

 

وپلټۍ
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
د تورک دولتونو ترمنځ "ترکپول" جوړېږي
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
په استانبول کې، د داعش سره تړاو لرونکی مشکوک شخص ونیول شو
د تورکیې د استخباراتو مشر کالین په اتن کې له خپل یوناني سیال سره وکتل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو