اردوغان د اسرائیلو او ایران د جګړې له امله د کډوالۍ د نوو څپو د اټومي خطراتو په اړه خبرداری ورکړ

د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل چې د اسرائيلو د بريدونو له امله رامنځته شوې تاوتريخوالي سيمه او اروپا ته د کډوالۍ او د اټومي موادو د خپرېدو په اړه جدي خطرات مخامخ کړي دي.

/ Anadolu Agency

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو او ایران د جګړې له امله د کډوالۍ د نوو څپو د اټومي خطراتو په اړه خبرداری ورکړ.

د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل چې د اسرائيلو د بريدونو له امله رامنځته شوې تاوتريخوالي سيمه او اروپا ته د کډوالۍ او د اټومي موادو د خپرېدو په اړه جدي خطرات مخامخ کړي دي.

ولسمشر اردوغان د جرمني له لومړي وزیر فريدريک ميرز سره په ټيلیفوني خبرو کې، اردوغان وويل چې د ايران سره د اټومي شخړو حل بايد د خبرو اترو له لارې وشي او خبرداری يې ورکړ چې د اسرائيلو بريدونو د سيمې امنيت ته جدي ګواښونه مخامخ کړي دي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست  په خپله رسمي پاڼه "ایکس" کې وويل: "زموږ ولسمشر پدې ټيلیفوني خبرو کې  خبرداری ورکړ چې د اسرائيلو د بريدونو له امله رامنځته شوي تاوتريخوالي سيمې او اروپا ته په ځانګړي ډول د کډوالۍ او د اټومي موادو د خپرېدو جدي خطرات مخامخ کړي دي."

ولسمشر اردوغان وويل چې دغه شخړه، چې د اسرائيلو له خوا پر ايران د بريد سره پيل شوې، د سيمې امنيت ته تر ټولو لوړ ګواښ رامنځته کړی دی.

دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د سيمه ييزو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.